اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه ته د قامي سلامتيا ډويژن سېكترې په حېث اضافي چارج وسپارلے شو۔ د نھې په ورځ د اسټېبلشمنټ ډويژن لخوا جاري شوي نوټيفيكشن له مخې تهمينه جنجوعه ته د خپلو ذمه وارو نه ځانله د عامر اش??ف خواجه د رخصتۍ مودې په مهال د قامي سلامتيا ډويژن سېكترې په حېث اضافي ذمه وارۍ هم وسپارلې شوې۔ په وروستيو كښې تعينات د نېشنل سېكورټي ډويژن ايډمنسټريټو سروس اېډېشنل سېكتر(انچارج) بنيادي سكيل 21 آفيسر عامر اش??ف خواجه د اګست 12مې نېټې نه تر 30 اګست په رخصتۍ دې۔له بلې خوا د اسټېبلشمنټ ډويژن نوټيفيكېشن له مخې د پاكستان انتظاميې سروس بنيادي سكيل 20 آفيسر محمد حمير ك??يم پي اېم آفس(پبلك)ك??ې د جوائنټ سېكتر عهدې چارج څخه لاس په سر كړې شوې۔ دغسې د كامرس و ټرېډ ګروپ بنيادي سكېل 20 آفيسر راحيله تاجور هم په تجارت وزارت ك??ې د جوائنټ سېكتر عهدې چارج څخه لاس په سر كړې شوې۔ هغې په ډيپوټېشن پبلك سروس كمېشن ك??ې د ډائرېكټر په حېثيت څخه نوې ذمه وارۍ سنبهال كړې