اسلام آباد ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) ګرد هېواد كښې لوئے اختر د خالي په ورځ مذهبي ??قيدت او احترام سره ولمانځلې شو۔ د هېواد د ټولو ښارونو او كليو جوماتونو ٬ عيدګاه او پراخه ځايونو كښې د اختر ??مو??ځ ادا ك??ے شو۔ د لكھونو په شمېر وګړو د ايراهيم علېه السلام سنت ژوندے ساتلو سره د ځناورو قرباني وكړه۔ علماﺀ كرامو په دې مهال خپلو خطبو كښې د قربانۍ فضيلت او ايثار په اهميت رڼا واچوله۔ په دې مهال د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ امن او استحكام لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔ اسلام آباد كښې د اختر مركزي اجتماع فېصل مسجد كښې وشوه چرته چې د وزيراعظم سلاكارانو په شمول د سېنټ او قامي اسمبلۍ غړو ٬ اعلی چارواكو او د زرګونو په شمېر وګړو د اختر ??مو??ځ ادا ك??و۔ د پنجاب ګورنر ملك رفيق رجوانه د لاهور په ګورنر هاؤس او اعلی وزير شهباز شريف په جاتي امراﺀ كښې د اختر ??مو??ځ ادا ك??و۔ خېبرپختونخوا ك??ې لويه اجتماع د چارسدې په عيدګاه كښې وشوه۔ ګورنر اقبال ظفر جھګړا په ګورنر هاؤس او اعلی وزير پروېز خټك په خپله سيمه نوښار كښې د اختر ??مو??ځ ادا ك??و۔ بلوچستان كښې مركزي اجتماع كوئټه كښې وشوه۔ آزاد جموں و کشمیر كښې د اختر مركزي اجتماع په مركزي عيدګاه كښې وشوه چرته چې د آزاد کشمیر وزیراعظم ??اج?? فاروق حېدر د اختر ??مو??ځ ادا ك??و۔ د آزاد کشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان خپله سيمه کوټ مټھی خان روالاکوټ كښې د اختر ??مو??ځ ادا ك??و۔ ??مو??ځ څخه وروستو د سنت ابراهيمي په اتباع كښې وګړو څاروي قربان كړل۔ په دې مهال په وفاقي او صوبائي كچه امنيت ټينګ كړے شوے وو دغسې چې كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي۔ په راديو ټي وي او د خپرونې په نورو ادارو د لوئے اختر په مناسب خاص پروګرامون نشر كړې شول۔ دغسې ورځپا??و كښې د قربانۍ فضائلو او احكاماتو په اړه خاص خپرونې خپرې كړې شوې۔