اسلام آباد 13 ستمبر (اے پی پی) د پارلمان پبلك اكاٶنټس كمېټۍ (پي اے سي) په غونډه كښې د منصو??ه بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا په بريفنګ د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د زارتونو غلطيانې حكومتونه او رياستونه زغمي٬ مونږ له به دا نظام سمول وي٬ كمېټۍ منصو??ه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبلل۔ د پي اے سي غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن سيد خورشيد شاه ??ه مشرۍ كښې ??شو?? چې پكښې د كمېټۍ غړو سيد نويد قمر٬ شاهده اخترعلي٬ سردار عاشق ګوپانګ ٬ محمود خان اچكزئۍ٬ ډاكټر عارف علوي٬ صاحبزاده نذير سلطان پشمول نورو غړو او د اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔غونډه كښې د منصو??ه بندۍ او پرمختګ د آډټ اعتراضونو جا?? واخستو۔د منصو??ه بندۍ وازارت سېكتر غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې ټولې 1022 منصوبې دي چې پكښې په 582 منصوبو كار روان دې او دې لپاره 536 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ 420 نوې منصوبې دي چې پكښې ځينې پي ايس ډي پي سره تعلق لري٬ د ټولو منصوبو لګښت 1318 اربه روپۍ ده٬ د وزارتونو پحقله 1018 منصوبې دي او دې لپاره 866 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔سيد خورشيد شاه ??وئيل د دې منصوبو په بشپړېدو كښې به شپږ نيم كاله وخت لګي كه چرې منصوبې په وخت ترسره نه شوې نو لګښت به ئې دوه كهربه ته ورسي۔ وزارت لخوا ووئيل شول چې د منصوبې عام موده د دريو نه تر پنځه كالو وي۔ سيد خورشيد شاه ??وئيل د منصوبو د معياد چې كومه طريقه كار په پاكستان كښې دے په نړۍ كښې هېچرته نشته٬ په منصوبو 7 كاله لګي چې ورسره لګښت زياتېږي۔ ده ووئيل روانې منصوبې له ترسره شوې نه وي چې نوې منصوبې پېل شي۔ د منصو??ه بندۍ وزارت په بريفنګ پي اے سي د عدم اطمينان څرګندونه وكړه۔ سيد خورشيد شاه ??وئيل چې وزارت دې ماته لار وښ??ئي چې پي اے سي څنګه وچلوم٬ دا پي اے سي سره ټوقې دي۔د كمېټۍ د غړو لخوا د خبرو نه پس كمېټۍ منصو??ه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبللې شوې او ورته امر وشو چې د سېكتران دې ځان سره يوازې اړوند چارواكي روالي