مري 05 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د جمهوريت استكام تر ټولو اولنې ترجيح ګرځولو سره وئېلي دي د جمهوري اقدارو قوي كېدو سره به قام ته پېښې مسئلې لرې شي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو لويې جنګ ??وي او ?? دې لپاره يې د زرګونو په شمېر قربانۍ وركړي۔ده د زيارت په ورځ د لارنس كالج ګوړا ګلي مري 157م تاسيس ورځې په مهال خطاب كولو۔وزيراعظم ووئيل ??ن هېواد ته ډېرې ستونزې پېښې دي خو د لوے څښتن كرم دے چې زموڼږ شمېره د نړۍ پھ هغه هېوادونو كښې كېږي كومو ته چې د عزت او وقار په سترګه كتلې شي۔وزيراعظم ووئيل زموڼړ اولنې ترجيح هېواد د جمهوري اقدارو د لارې مضبوطول دي او مونږ هېواد ته او قام ته پیښې مسئلې لرې كول غواړو۔ده ووئيل ??اكستان يو اتومي هېواد دے او مونږ دا طاقت په محنت سره ترلاسه كړی٬مونږ د هېواد دفاع كول غواړو٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو لويې جنګ ??وي او ??ې لپاره مو په زرګونو شمېر قربانۍ وركړي۔ده ووئيل ??ونږ له به د دې قربانو څخه لارښودنه ترلاسه كول وي۔وزيراعظم ووئيل ??ارنس كالج سره زما خوشګوار يادونه تړلې دي او ?? دې كالج شمېره د هېواد په غوره تعليمي ادارو كښې كېږي۔ده ووئيل ??ه كالج كښې زده كړې ترلاسه كوونكي طالبعلمان د خصوصي مباركې مستحق دي چې دوي نن د تعليم يو بل كال ترسره كړو او ??ا د دوي د مور او پلار د محنت نتيجه ده۔ده ووئيل 42 كاله وړاندې زه دلته ولاړ ووم چرته چې تاسو يې او ??ا زما د ژوند يوه لويه غوره ورځ وه۔وزيراعظم ووئيل د تاسيس ورځ په دستوره كښې د خاص مېلمه پھ حېث ګډون زما لپاره لويې درناوې دے۔وزيراعظم ووئيل تاسو د پاكستان غوره ادارو څخه يوه اداره كښې زده كړې ترلاسه كوۍ او لارنس كالج نوموړي شخصيات پیدا كړی دي۔ده ووئيل د لارنس كالج تربيه به په سباؤن كښې ستاسو لويه مرسته وكړي۔وزيراعظم په بېلو څانګو كښې اعزاز ترلاسه كوونكو زده كونكو له مباركي وركولو سره ووئيل سږ كال د قائداعظم شيلډ وينر د خاص مباركۍ مستحق دي۔ده د كالج د پرنسپل ب??ګېډيئر(ر)مجاهد عالم د خذماتو ستائنه كولو سره ووئيل ده د كالج عزت زيات كړی۔وزيراعظم هيله ولرله چې د كالج انتظاميه به د جذبې سره خپل كار جاري ساتي۔وزيراعظم په دې مهال انعامونه٬مېډلز او ??يوارډ ترلاسه كونكو زده كونكو ته مباركي وركړه۔ده باور وركړو چې زه د كالج پرمختګ او ښه والي لپاره هر ډول مرستې كولو ته چمتو يم۔ده ووئيل ??ومه هم اداره د استاذانو د ترقۍ نه غېر خپل هدفونه ترلاسه كولې نشي