اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان بزنس مېن اېنډ انټليكچولز فورم صدر ميا زاهد حسېن وئيلي دي چې د پاكستان او چين اقتصادي لار د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه پروژه ده٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې به د قوم قسمت بدل شي٬ د پروژې په نتيجه كښې د زرګونو په شمېر خلقو ته د روزګار موقعې برابرې شوې دي او نورې د لكونو په شمېر موقعې به پېدا شي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د دې پروژې له ??خې په پاكستان كښې غېر ملكي سرم??يه كاري روانه ده٬ حكومت به د محاصل په مد كښې اربونه روپې ترلاسه كړي۔ ده ووئيل چې حكومت پرېكړه كړې چې د سي پېك له ??خې جوړېدونكې بجلي ګهرې د ګرځينده قرضې څخه محفوظ وساتلې شي٬ دې سره به ?? سرم??يه كارو باور زيات شي۔