اسلام آباد 15 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره د تركمانستان د وزارتي كابينې نائب چيئرمېن او خا??جه وزير راشد مديدوف د خېر سګالۍ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو لپاره د سترو لارو او د رېل رابطو پشمول د رابطه كارۍ په منصوبو كار ګړندي كولو ته سلا راغلې ده ۔ ده وزيراعظم ته د تركمانستان اولس مشر لخوا د نېكو هېلو پېغام ورسولو او د تركمانستان ٬ افغانستان ٬ پاكستان او هند (تاپي) ګاز پائپ لائن پروژې پشمول د ??وا?? د منصوبو په پېشرفت ئې بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ترکمانستان سره د ??وا?? منصوبو زر ترسره كولو كښې د پاكستان خوښۍ له د عزم پخلې وكړو او د تاپي منصوبې د پېشرفت ستائنه ئې وكړه ۔ د ترکمانستان خا??جه وزیر وزیراعظم د ??وا?? ټرانسمېشن لائن او د فائبر آپټك وړانديزونو پحقله هم خبر كړو۔ ده د پاكستان كمپنو ته د تركمانستان لخوا تاپي منصوبې لپاره په وړاندې كړې ټېنډرز كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔ ده د خپل حكومت د پاليس پحقله ووئيل دا پاليسۍ خارجي سرمايه كارو ته په تركمانستان كښې د سرمايه كارۍ اجازه وركوي او په دې لړ كښې به د تركمانستان حكومت د پېټرو كېميكل انډسټرۍ پحقله منصوبو كښې د پاكستان د ګډون هركلې كوي۔د ترکمانستان خا??جه وزیر وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته د ترکمانستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې ھغه قبول كړه۔ د يادونې وړ ده د ترکمانستان خا??جه وزیر د پاكستان خپل همڅنګ خواجه محمد آصف په بلنه د پاکستان او ترکمانستان پوليټيكل كنسلټېشنز پرانستې غونده كښې ګډون لپاره د ګل په ورځ په دوه ورځنۍ دوره اسلام آ باد ته رارسېدلې ٶ۔ د ملاقات په مهال ?? تركمانستان د ??وا?? او ګاز وزير او د تاپي ګاز پائپ لائن كمپنۍ لمېټډ چيف اېګزېكټو افسر سره د پاكستان خا??جه وزير خواجه محمد آصف هم موجود ٶ۔(