اسلام آباد 15 فروري(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکس??ان د سرمايه كارۍ موقعې لري٬ د حكومت د غوره قانون سازۍ د لارې دا موقعې لا بهترې كړې شوي٬ مونږ به خوشحاله شو كه زمونږ ورور هېواد تركيې څخه سوداګر او صنعتكار دې موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د تركيې سفير احسان مصطفٰې يوراداقل په مشرۍ كښې د پاك ترك بزنس فورم پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پاكس??ان او تركيې سرمايه كارو سره لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر وو??يل ?? دواړو هېوادونو اړيكې د غېر معمولي نوعيت دي چې مثال ئې د خارجه اړيكو په نړۍ كښې ګران دے۔ ده وو??يل ?? دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې تجارت او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د سوداګرو٬ صنعتكارو او سرمايه كارو د پلاويو تګ راتګ ضروري دے۔ اولس مشر وو??يل پاکس??ان او ترکیه د تاریخ ، كلتور او د عقيدې په مضبوطو خپلوليو تړلې دي او ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د صنعت او تجارت پشمول په نورو څانګو كښې مرسته خوشبينه ده٬ ده ووئېل پاکس??ان به په دې لړ كښې د هر اقدام په زړه پورې هركلې كوي۔ اولس مشر وو??يل پاكس??ان كښې د ډې??و موجودو موقعو څخه تر اوسه استفاده نه ده كړې شوې٬ دې لپاره ضروري ده چې د تركيې سرمايه كار د توان او فوډ پروسېسنګ پشمول نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې په پاكس??ان كښې سرمايه كاري كوٶنكې د تركيې ادارې د پاكس??ان د انجينئرانو او كارمندانو د تربيې خاص اهتمام كوي او نورې تربيې له ئې تركيې ته لېږي د كومې چې به ډې??ې ښې نتيجې رامخې ته شي۔ اولس مشر ممنون حېسن وو??يل د صحت او د داروګانو جوړولو په لړ كښې ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات شته كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټه پورته كولې شي