اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو د لاسه پھ بې ګناه كشميريانو د كېدونكي ظلم سخته غندنه وكړه٬پھ اسمبلۍ كښې د كشميري اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ د روان ساتلو په اړه قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شوې۔د ش??رو په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر قرارداد وړاندې كړو چې د?? ايوان پھ مقبوضه ??مو كشمير كښې د هند د قابض ځواكونو او امنيتي ادارو د لاسه د كشميري اولس په ضد د تشدد پھ نتيجه كښې پھ دې وروستيو كښې د 20 كشميريانو د ش??ادت او د ګڼ شمېر د ژوبل كېدو سخته غندنه كوي۔پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا پھ سوله ايزو مظاهره چيانو ډزې كول د نړيوالو اصولو او د بشري حقونو څخه سرغړونه ده۔دې سره سره پھ مقبوضه سيمو كښې د آزادۍ په اظهار بندېز دې۔سوشل مېډيا او ماس مېډيا بندېزونو سره مخ ده۔د?? ايوان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د جائز او سوله ايزو هڅو د مقبول اولسي تحريك بشپړ ملاتړ كوي۔ايوان د كشميري اولس هڅو ته سلام وړاندې كوي او د دې عزم پخلې كوي چ?? د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ به روان ساتلې شي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چ?? هند ظلم كولو سره د كشميري اولس جائزې هڅې تر پښو نه شي لاندې كولې۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل هم په خپلو قراردادنو كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كړی۔د?? ايوان د حكومت نه غوښتنه كوي چ?? پھ مقبوضه كشمير كښې دې په هندي ځواكونو نړيواله ټولنه٬نړيوال پارلمانونه٬نړيوالې ادارې او سول سوسائټي فعاله كړي چ?? هغوي په هند فشار واچوي۔په قرارداد كښې د بشري حقونو كونسل ته وئېلي شوي چ?? هغه دې خپل مشن مقبوضه كشمير ته ولېږي۔ملګري ملتونه دې د خلاف ورزو نوټس واخلي او په دې لړ كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔ايوان په اتفاق سره د قراداد منظوري وركړه