اسلام آباد ۔ 25 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم ??اهد خاقان عباسی د پاکستان او متحدہ عرب امارات ترمينځھ د تجارت په زياتېدونكي حجم د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي پاكستان د برېښنا ٬ تېل او ګاز ٬ ټېلي كام او مالياتي خذماتو په څانګو كښ?? په سرمايه كارۍ زړه پورې منافع وركوي۔ ده دا خبره د یو اے ای سفیر حمد عبېد ابراهیم سالم الزابی سره د شورؤ په ورځ ملاقات كښ?? وكړه۔ وزیراعظم یو اے ای سره د اړيكو اهميت په ډاګه كولو سره ووئ??ل لوئے شمېر پاكستاني وګړي د يو اے اي په پرمختګ كښ?? مهم كردار ترسره كوي او د ورورولۍ په اړيكو كښ?? د پل په توګه كار كوي۔ ده د يو اے اي پرمختګ او په خاص توګه د پاكستان لرې پرتو سيمو ته د رسېدونكو بشري خواخوږۍ مرستې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دا مرسته د مضبو??و خپلولو عكاسي كوي۔ وزیراعظم ??فير ته ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس لخوا د يو اے اي اولس مشر شېخ خليفه بن زېد النهيان او اولس له نېكې هيلې ورسوي۔ د یو اے ای سفیر د وزیراعظم مننه كولو سره د پاكستان تېل او ګاز په څانګه كښ?? سرمايه كارۍ كښ?? د يو اے اي خوښي ښكاره كړه