ميران شا?? 30 اپرېل (اے پی پی) وزيراعطم شا??د خاقان عباسي او سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د شمالي وزيرستان اېجنسۍ د ميران شا?? او د غلام خان سيمو دوره كړې۔ وزيراعظم د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او امن او استحكام لپاره قربانۍ وركوٶنكو لپاره ئې فاتحه لوستلې۔ د آئي اېس پي آر له مخې وزيراعظم د دورې په مهال د پاك پوځ د انجينئرانو لخوا د جوړ كړې شوې ميران شا?? ماركيټ كمپلېس پرانسته وكړه په كوم كښې چې 1344 دوكانونه ٬ پاركونه ٬ پاركنګ ٬ سولر لا??ټو??ه ٬ لارې او د اوبو نظام شا??ل دې۔ وزيراعظم د سنټرل ټرېډ كوريډور د برخې په توګه د غلام خان ټرېډ ټرمينل هم پرانسته وكړه۔ دا نوې جوړ كړې شوې ټرېډ ټرمينل او كميونيكېشن انفرسټركچر به د قبائيلي سيمې دا ماركيټ كمپلېس په ډېره اسماعيل خان كښې سي پېك سره وتړي او دې سره به ځائي تجارت وده كولو سره په سيمه كښې اقتصادي خوشحالي راشي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې دا معاشي او اقتصادي پروژې شروعات دي دغسې يو شمېر پروژې به فاټا كښې ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې په عارضي توګه د بې كوره شويو بحالي او د فاټا سم??جي او معاشي پرمختګ د حكومت په ترجيحاتو كښې شا??ل دي۔وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قبائيلو د مرستې ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل چې قبائيلي سيمې په قامي چوكاټ كښې شا??لول مه?? دي او حكومت د قبائيلي اولس د هيلو له مخې په دې لړ كښې كار كوي۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر ٬ وزيران ٬ سناتوران او د پېښور كور كمانډر هم موجود ٶ۔