اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ له امله زمونږ د سيمې سباؤن خطر كښې دې٬زمونږ جوماتونه٬مندرې٬چرچ٬سكولونه او نور ځايونه هم د ترهه ګرۍ څخه محفوظ نه دي٬د پارلماني غړو په حېث مونږ خاموش نه شو پاتې كېدې٬مونږ خپلو كښې اختلافات هېرولو او د رايو اتفاق راوستلو له چمتو يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده افغانستان٬چين٬ايران روس٬پاكستان او تركيې استازو سره خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ په پارلي??نټ هاؤس كښې ده سره ليدلي وو۔ده ووئيل امن٬خبرې اترې او شريكه م??ست?? د كومې هم څوكاله ټولنې جوړولو بنيادي برخې دي۔ده ووئيل د دغې شپږو هېوادونو قامونه نه يوازې جغرافيائي اعتبار سره يو بل سره تړلې شوي بلكې شريك پخواني تهذيبي ورثې او كلتور سره هم تړلې شوي دي۔سردار اياز صادق ووئيل پاكستان س??مه كښې امن او استحكام غواړي ځكه چې دا د سيمې پرمختګ او څوكالۍ له ضرورې دې۔ده ووئيل تېرو لسو كلونو كښې د نړۍ كوم هم ځاې د ترهه ګرۍ څخه محفوظ نه دې ??اتې شوې٬د ترهه ګرۍ له امله د نړۍ 12 لكه څخه زيات وګړي وژل شوي۔په دې ??وقع ګډون كونكو سپيكر سره پھ خپلو خبرو كښې د كورنيو چارو په وزير د بريد غندنه وكړه او دا يې يوه ناوړھ كاروائي وګرځوله۔دوي ووئيل يو موټې كېدو سره به د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ مقابله كول وي۔دوي د سپيكر د اړخه په شپږو هېوادونو مشتمل سپيكرانو كنفرنس كول وستائېل۔د دې څخه وړاندې ??ېلمنو د سپيكر هاؤس دوره وكړه او شبه ګړۍ يې د قامي اسمبلۍ غونډې كاروائي هم وكتله