پیښور 15 اګست (اے پي پي) په صوبائب اسم??ۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف كا??ديد مشتاق غني 81 رائے ترلاسه كولو سره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر او محمود جان د 78 رائے ترر لاسه كولو سره دوهم سپيكر ټاكلې شوې دي ٬د متحده اپوزيشن لخوا د سپيكر كا??ديد لائق محمد خان ٢٧ او د دوهم سپيكر كا??ديد جمش??د خان 30 رائے ترلاسه كړې دي ۔د سپيكر ټاكنې عمل د پريزائيډنګ افسر سردار اورنګ??ېب نلهوټه په مشرۍ كښې پېل شو ٬ په پېل كښې دواړو كا??ديدانو تجويز كونكې او تائيد كوونكو نامې واخستلې شوې دغسې د چترال پي كے ون څخه هدايت الرحمان وړومبنې ووټ كاسټ كړو٬د ټاكنو عمل په آخر كښې د اېم اېم اے اقليتي غړي رنجيت سنګه د رايو حق وكارولو او بيا د رايو شمېرې عمل پېل شو٬د شمېرې نه پس د پريزائيډنګ افسر اورنګ??ېب نلهوټه نوي سپيكر مشتاق غني كا??ياب وګرځولو٬ هغه 81 او مقابل لائق محمد 27 رائے ترلاسه كړې ٬ پريزائيډنګ افسر اورنګ??ېب نلهوټه د نوي سپيكر څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو نه وروستو مشتاق غني ووئيل ايوان به په ګډه چلوو٬د جمهوريت ښكلا دا ده چې په دې كښې اختلاف رائے ته ځاې وركولې شي٬دا مهال د دوهم سپيكر د ټاكنې پړاؤ تر سره كول دي او دغسې د دوهم سپيكر لپاره پولنګ پیل شو ٬ د پولنګ په پاې كښې سپيكر مشتاق غني د نتيجو اعلان وكړو چې له مخې يې د پي ټي آئي كا??ديد محمود جان 78 رائے او د هغه په مقابل كښې كا??ديد جمش??د خان 30 رائے ترلاسه كړې۔په دوهم سپيكر ټاكلې كېدو سپيكر مشتاق غني د محمود جان څخه سوګند واخست۔د يادونې وړ ده د خېبرپښتونخوا په اسمب??ۍ كښې د ټاكنو لپاره 108 كا??ديدانو د رايو حق كارولې چې پكښې كومه رائے مسترد كړی شوې نه ده٬آزاد كا??ديد محمد ديدار او د پي پي نګهت اوركزئي د صوبائي اسمبلۍ سپيكر لپاره ووټ نه دې كاسټ كړی او د دوهم سپيكر شپ لپاره ټولې 109 رائے كاسټ شوي چې پكښې يو مسترد كړې شوې