اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د او آئي سي غړو هېوادونو زده كوٶنكو لپاره په پوسټ ګرېجوېټس كچه د لس سكالرشپس اعلان كړې دې ۔ د زيارت په ورځ د ??ار??ه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ اېنډ اپلائيډ سائنسز لخوا سائنس او ټ??كنالوجي كوآپرېشن لپاره د او آئي سي قائمه كمېټۍ (کامسټیك) د لارې د سكالرشپ وركولو اعلان كړې٬ كوم چې د او آئي سي غړو هېوادونو ترمېنځه په سائنس او ټ??كنالوجۍ كښې مرسته زياتولو لپاره پليټ فارم وركوي ۔ د خبر پاڼې تر مخه کامسټېك د كوربتوب په حېث پاكستان او او آئي سي كښې د سائنس او ټ??كنالوجۍ په ودې كښې مهم ??رد??ر لوبوي٬ د سکا لرشپ پروګرام اجراء مقصد د سائنس او ټ??کنالوجي ٬ د انساني وسائلو پرمختګ كښې د او آئي سي غړو هېوادونو سره مرسته كول دي۔ خبر كښې وئېلې شوي د دې پروګرام له مخې به د غړو هېوادنوو ذيركو زده كوٶنكو ته ميډيكل ٬ فزكس ٬ ريډيشن فزكس ٬ نيوكليئر ميډيسن ٬ ريډيشن ميډيكل انكالوجي پشمول په نورو څانګو كښې د دوه كلن اېم اېس تعليم بشپړولو موقع تر لاس?? شي ۔ د ??ار??ه چارو وزارت سائنس ډپلومېسي لپاره د فوكل پوائنټ ټاكنه كړې كومه چې به د نېنشل سائنس اېنډ ټېكنالوجي سټېك هولډر?? او د نړيوال شراكت دارو ترمېنځه د رابطې كار كوي۔