اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) پاكستان ښكاره وئېلې دي ??اكستان د شخړيز كشمير مسئلې سفارتي حل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې غواړي٬د هند لخوا د خبرو اترو څخه انكار او د كشميريانو د هلو ځلو له مينځه وړلو هڅې منطقې ٬ نړيوال امن او سلامتيا لپاره مستقل خطره دي٬پاكستان د برتانيې په كشمير د پارليماني ګروپ راپور او د سفارشاتو هركلې كوي او د دې لوظ پخلې كوي چې په سوئېلي آسيا كښې امن٬سلامتيا او استحكام لپاره د جمو كشمير كشالې هوارې ضرورې دے۔د جمعې په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سيوري لاندې كشمير هاؤس كښې سېمينار ته خپل خطاب ګښې ده ووئيل د برتانيې پارلمان د شخړيز كشمير لپاره د كل جماعتي پارليمان راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر په راپور كښې د پورته كړې تحفظاتو او اندېښنو تصديق كړې ۔ وياند ووئېل په دې راپور كښې د هندي ??سله والو ځواكونو لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بنيادي بشري حقونو د خلاف ورزو اعتراف شوې او په تفصيل د هند امنيتي ځواك ته د وركړې شوو اختياراتو ذكر هم شوې ۔ ده ووئېل دا راپور نه يوازې د كشمير د مسئلې د سنګينې په نړيوال كچه اعتراف دے بلكې نړۍ څخه مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د پټولو ناكامي هم ده ۔ده ووئېل كله هم چې په مقبوضه كشمير كښې د هند د لاسه د بشري حقونو د خلاف ورزو نړيواله كچه د تحقيق خبره كوي نو هند په سمدستي توګه د دې تور په كشميري اولس لګوي او دوي ترهه ګر ګرځول پېل كوي او دا ادعا كوي چې كشميري اولس د پاكستان په ا شاره احتجاج كوي۔ وياند ووئېل دا ادعا بې بنسټھ ده ځكه چې د كوم هېواد لپاره په عملي توګه دا ممكنه نه ده چې هغه په كوم بل هېواد كښې اوسېدونكې ?? زرګونو په شمېر احتجاج لپاره سړكونو او كوڅوو ته په راوتلو مجبوره كړي۔رښتيا خبره دا ده چې دغه خلق پخپله په احتجاج كولو مجبوره دي۔وياند ډاكټر فېصل ووئېل تشدد ٬ غېر قانوني ګرفتا??ۍ٬ جبري بې دركه كول او بې ګناه كشميريان د پيلټ ګنز د لارې د هندي ??سله والو ځواكونو لخوا د نابينا كولو ګامونه د دې خبرې ثبوت دې چې هند خپلو غلطو څخه څه ذده كړې نه دي