اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي)د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان په لږ خرڅ د ګاز څيزونو د كارولو اهميت رامخې ته كولو سره وئيلي دي دې سره به د توان بچت اوشي او ټولو م??رف كوٶنكو ته به په يخنۍ ??ښې د ګاز وركړه د تعطل نه غېر وركول باوري كړې شي ۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د سوئي ناردرن ګاز پائپ لائن لمېټډ تر سېوري لاندې د توان بچت پحقله د شعور بېدارولو واك نه پس ميډيا سره خبرو ??ښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د نمر په توان چلېدونكو ګيزرو او د هېټرو كارولو ته وده وركولو ته اړتيا ده٬ اولس د ګاز بې درېغه كارولو څخه بايد ډډه وكړي دغسې چې د طلب او رسد فرق كم كړې شي۔ ده ووئيل هېواد د توان او م??اشي مسئلو سره مخ دے په كومو د قابو موندلو په هڅو ??ښې چې د اولس ګډون ضروري دې ٬ دا مهال د ګاز ا?? تېلو د درآمد بل 17 اربه ډالره دے كوم چې د توان په كارولو ??ښې د بچت د لارې كمېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل حكومت ته د احتساب عمل مخ په وړاندې ب??تللو له د اولس بشپړه تائيد ترلاسه دے