اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف لور مريم نواز وئيلي دي چې دا د خپل نوعيت وړومبۍ مقدمه د?? د ??ومې پرېكړې چې اول راغلې او ټرائل ئې وروستو كېږي۔ احتساب عدالت ت?? د ??ړاندې كېدو په مهال ميډيا سره خپلو خبرو ك??ې دې ووئيل ما پرون اورېدلي او لوستلي چې د نېب ډله انګلېنډ ته تلې۔ ماته دې دا ووئيلې چې د جے آئي ټي په لويو لويو ډبو ك??ې ثبوتونه چرته لاړل۔ دې ووئيل د عدالت فاضل جج پخپله وئيلي وو چې نېب مړے دے۔ اوس دې ماته دا ووئيلې شي چې نېب ژوندے شوے يا ښه شوے۔ ما خو وړاندې وئيلې وو چې سزا دې يو وارې واورولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل مونږ د تېښتې لاره خپلوونكې نه يو۔ مونږ هغه خلك يو چې دآئين ٬ قانون او عدالتونو احترام او د انصاف تقاضو ترسره كولو له بهر څخه خپل هېواد ته راغلې يو او زه دا وئيل غواړم چې څوك هم د قانون څخه بالاتر نه دي۔ مونږ صبر٬ حوصلې او هيلې سره ددې ټرائل او سخت وخت مقابله كوؤ۔ مونږ خو دا هر څه زغملي ولې چا چې احتساب انتقام جوړ كړے يوه ورځ ب?? د ??غوي هم احتساب كولې شي۔ دې ووئيل لارښود نواز شريف دے او پالېسي هم د هغه ده۔ ګوند اوس هم يو موټے دے ۔ د ګوند ماتېدو ك??ې خوښي لرو??كي پخپله ماتېدو سره مخ دي۔ دې ووئيل ګوند كښې اختلاف نشته ولې د رائې اختلاف ضرور كېدې شي او دا كومه بده خبره نه ده۔ دې ووئيل د ظلم په ضد غږ پورته كول زمونږ حق دے او د ظلم په ضد غږ نه پورته كول تر ټولو زيات ظلم او ناانصافي ده۔ مریم نواز ووئيل حكومت هم يوه اداره ده د دې هم بايد عزت وكړے شي۔ ادارې كه د خپل حد دننه پاتې كېدو سره كار كوي نو بيا به خلك پخپله ددې ادارو عزت او احترام كوي۔