كراچۍ 15 نومبر (اے پي پي)اولس مش?? ممنون حسېن وئېلي دي چې د امريكې لخوا هند پھ منطقه كښې د لوي طاقت په توګه د رامخې ته كولو هڅې سره د منطقې امن خطر سره مخ كېدې شي٬د كشمير مسئله د منطقې د امن په لار كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬سيمه ايز امن لپاره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول ضروري دي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د كراچي انسټي ټيوټ آف انټرنېشنل آفيئرز تر سيوري لاندې پھ سوئېلي آسيا كښې د امن په موضوع جوړ شوي كنفرنس ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔كنفرنس ته د انسټي ټيوټ انټرنېنشل آفيئرز مش??ې مېرمن ډاكټر معصومه حسن هم وېنا وكړه۔د ايوان صدر لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې اولس مش?? ممنون حسېن ووئيل چې سوئېلي آسيا ډېرو شخړو او بحرانونو سره مخ ده او د سياسي او جغرافيائي ستونزو له امله د منطقې امن په داؤ لګېدلې او دې ستونزو نړيوال حالات په خاص توګه سوړ جنګ٬په افغانستان كښې خرابېدونكې صورتحال او د ترهه ګرۍ معاملې لا پیچلې كړې دي۔ده ووئيل چې د څو لسيزو نه روانو دې عواملو د منطقې د سياسي سماجي او اقتصادي معاملو پشمول د سلامتيا په چارو ژور آغېز كړې۔اولس مش?? ووئيل چې د پاكستان او هند د اتومي طاقتونو جوړېدو نه پس د سوئېلي آسيا دفاعي منظر نامه٬ په مكمل توګه بدله ش??ې او په دې وخت كښې د منطقې صورتحال په درې كچه يعني د داخلي٬سيمه ايزو او نړيوالو عواملو په سبب ځپلې كېږي كومو ته چې د پام كولو سخت ضرورت دې۔اولس مش?? ووئيل چې د جمو كشمير٬سركريك او د سياچن پشان مسئلې په سوئېلې آسيا كښې د استحكام په لار كښې لوې خنډونه دي۔د نائن اليون پیښې نه پس د افغانستان صورتحال د سيمه ايزې سلامتيا ستونزې لا زياتې كړې دي۔ده ووئيل چې د كشمير خرابېدونكې صورتحال د منطقې امن سخت ځپلې۔اولس مش?? ووئيل چې د مقبوضه جمو او كشمير اولس خپل د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي خو هند د كشميري اولس د حريت تحريك د ترهه ګرۍ ګرځولو او د دې د منځه وړولو هڅې كوي چې ورسره په سوئېلي آسيا كښې د وړاندې نه موجود اشتعال لا زيات شوې۔اولس مش?? ووئيل چې د هند لخوا په پوځي قوت كښې د اضافې ??جحان سيمه ايز استحكام لپاره خطر جوړ ش??ې او د دې په نتيجه كښې د دوه ګاونډيانو ترمينځه د اقتصادي او سماجي پرمختګ په قيمت د وسلې ناخوښې ز??ل پېل كېدې شي۔د دې طرز عمل په نتيجه كښې په منطقه منفي آغېز كېږي۔اولس مش?? ووئيل چې د سوئېلي آسيا ټوله منطقه د امن او خوشحالۍ په لټون ده خو د تاؤ تريخوالي او د جنګ پشان د حالاتو له امله امن او پرمختګ يو خوب جوړ شوې۔اولس مش?? ووئيل چې د سيمه ايزې مرستې او د پخوانو ستونزو د حل د لارې د دې صورتحال مخ نيوې كېدې شي۔ده ووئيل چې د سوئېلي آسيا د قومونو مقدر يو بل سره تړون لري او دا ټول قامونه په شريكه مرسته د غر??ت٬??ې روزګارۍ٬موسمي بدلون٬عسكريت خوښۍ په نورو عوامي ستونزو قابو موندلې شي خو د امن او خوشحالۍ د لټون دا سفر د جنګ په صورت كښې بې ضائع كېدې شي كوم چې د بدتره غر??ت٬??ماجي وروستو والي٬شدت خوښۍ او د بنياد پسندۍ د ودې تر ټولو لويه ذريعه ده۔په دې حالاتو كښې زياتېدونكې نړيوال خطرات او بهتري په نظر كښې ساتلو سره د غربت خاتمې لپاره به شريكه مرسته زياتول وي۔اولس مش?? ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كړي