اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) احتساب ??دا??ت د پخواني وزيراعظم نواز شريف د اړخه د سماعت ځنډولو خواست منظورولو سره نور سماعت تر 4 دسمبر ځنډولې دے۔ د نهې په ورځ د احتساب ??دا??ت جج محمد بشير د ريفرنس سماعت وكړو۔پخوانې وزيراعظم نواز شريف ٬ د هغه لور مريم نواز او زوم كيپټن(ر)محمد صفدر په عزيزيه٬ فليګ شپ٬ ايوان فيلډ پراپرټيز په اړه دائر كړې د نيب ريفرنسز سماعت له احتساب ??دا??ت ته وړاندې شول۔ د نواز شريف وكيل خواجه حارث په غير مو??ودګۍ مرست??ال وكيل لخوا د سماعت ځنډولو خواست جمع كړې شو۔ په خواست كښې موقف اختيار كړې شو چې درې واړه ريفرنسز يو كولو په اړه د هائي ك??رټ پريكړه محفوظ ده٬ دې لپاره دې د كيس سماعت وځنډولې شي۔د جج محمد بشير په پوښتنه مرست??ال وكيل ووئيل د نواز شريف وكيل په سپريم ك??رټ كښې مصروف دے ۔ د نيب پراسيكوټر موقف ؤ چې هائي ك??رټ حكم امنتاعي نه دې جاري كړې دې لپاره كيس نشي ځنډېدلې او تر دې چې ??دا??ت د پريكړې اورولو د وخت هم نه دې وئيلي۔ جج پوښتنه وكړه چې تاسو په درې واړه ريفرنسز كښې د يو فرد جرم لګولو استدعا كړې۔ په دې مرست??ال وكيل ووئيل مونږ متبادل استدعا هم كړې چې دوه ريفرنسز دې يو كړې شي ۔ دغسې ??دا??ت سماعت تر 4 دسمبر وځنډولو