اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د ټاكنو كميسون په ضمني ټاكنو كښې د ووټ اچولو په لړ كښې د سمندر پورې پاكستاني ووټرانو د آن لائن رج??ټرېشن عمل د خالي په ورځ پېل كړو٬ دا عمل به د ستمبر تر 15مه نېټه د شپې تر 12 بج?? روان وي۔ نائيكوپ او مشين رېډ اېبل پاسپورټ لرونكي دې حلقو سره تعلق لرونكي سمندر پورې پاكستانيان د ووټ وركولو اهل دي ٬ هغوي دې د ستمبر د 15مې نېټې نه د شپی تر 12 بج?? خپل آن لائن رج??ټرېشن ترسره كړي۔ سمندر پورې پاكستانيان به د آئي ووټنګ د لارې د اكتوبر په 14مه نېټھ كال 2018م د پاكستاني وخت له مخې سهار د 8 بج?? نه ماښام تر پنځو بج?? پورې آئن لائن ووټ وركولې شي۔ سمندر پورې پاكستانيان د خپلو حلقو په اړه معلومات د www.overseasvoting.gov. pk او د پاكستان د ټاكنو كميسون وېب پاڼې www.ecp.gov.pk ??خه ترلاسه كولې شي۔ د قامي اسمبلۍ په 11 او د صوبائي اسمبلو په 26 حلقو كښې به د اكتوبر په 14مه نېټھ ضمني ټاكنې كېږي۔ د رج??ټرېشن مقصد د نوو ووټونو اندراج نه بلكې د رج??ټرېشن مقصد ووټ اچولو لپاره د بهر مېشته پاكستانيانو كوائف ترلاسه كول دي۔ د دې نه پس به دوي ته يو پن كوډ جاري كولې شي او د پن كوډ د لارې به هغوي خپلې رائې وركولې شي۔ د رج??ټرېشن ??خه ترلاسه كېدونكې انتخابي لسټ به ريټرننګ افسرانو ??ه وركولې شي۔ د ووټرانو آسانې لپاره د نادرا په مرس??ه وېډيو هم تياره كړې شوې كومه به چې په فېس بك او سوشل مېډيا جاري كولې شي چې دغسې خلق د ووټ اچولو په اړه معلومات ترلاسه كړې شي۔ په دې حلقو كښې د بهر مېشته پاكستانيانو شمېره 7 لكه 32 زره ده۔ د ټاكنو كميسون خپله آئيني ذمه وارۍ پوره كوي او آئي ټي ووټنګ هم د الېكشن ايكټ برخه ده۔ دا پائېلوټ پروجېكټ دے هيله ده چې دا به كاميابه شي او بيا به راپور پارلمان ??ه وړاندې كولې شي۔