پېښور 15 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت د مالی كال 19-2018 لپاره د 648 اربه روپو ضمنی فاضل بجټ وړاندې كړې چې د خرڅونو اندازه 618 اربه روپۍ لګولې شوې ، د روانو خرڅونو په لړ كښې 438 اربه روپۍ او پرمختيائي بجټ لپاره 180 اربه روپۍ بيلې كړې شوې ٬ د تعلیم لپاره د بجټ 27 فیصده یعنی167اربه او30 کروړه او صحت لپاره11 اربه 90 کروړه روپۍ بيلې كړې شوي ٬ ضلعی اے ډی پی او لوکل ګورنمنټ لپاره 29.3 اربه روپۍ بجټ كښې اېښودې شوي ،100 ورځنې پلان لپاره د دوه اربه روپو منصوبې تجویز دے۔ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د صوبائی کابینې منظورۍ نه پس د خزانې وزير تیمورسلیم خان جھګړا د مالی كال 19-2018 لپاره د 8 مياشتو ضمنی بجټ وړاندې كړې ۔ د بجټ وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل د هېواد موجودہ معاشی صورتحال،آئی اېم اېف سره روانو خبرو اترو او وزیراعظم او د خزانې وفاقی وزیر خواست تر نظره ساتلو سره مونږ اضافی بجټ وړاندې كوو ۔ تير كال د محصولات اندازه 603 اربه روپۍ وه د كومې پھ مقابل كښې چې صوبې ته 498 اربه روپۍ ترلاسه شوې ژ ده ووئېل سږ كال 648 اربه روپو بجټ د وړاندې كال څخه 75 فیصده او محصولاتو څخه 30فیصده زيات دے ۔ ده ووئيل د 618 اربه روپو خرڅونه په روان او كلن پرمختيائي بجټ كښې وېشلې كېږي ٬ د روانو خرڅونو په لړ كښې 438 اربه روپۍ او پرمختيائي بجټ لپاره 180 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ ده ووئېل د تنخاګانو او پنشن مجموعي لګښت 316 ب??یو??ه دے دغسې تير كال دغه لګښت 271 ب??یو??ه ؤ چې 17فیصده زيات دے ٬ د خزانې وزير ووئېل دا د بجټ 50 فیصده دے ٬ صوبائی نان سیلری اندازه 65 ب??یو??ه ده او د ضلعې په كچه د نان سیلری بجټ اندازه23 ب??یو??ه ده كومه چې 88 ب??یو??ه جوړېږي ٬ د تير كال 73ب??یو??ه په مقابل كښې دا بجټ21فیصده زيات دے ٬ ده ووئېل پرمختيائي بجټ د خپلو وسائلو نه 109ب??یو??ه روپۍ زيات دے چې پكښې 80 ب??یو??ه روپۍ په صوبائی پرمختيائي پروژو خرڅ كېږي دغسې 29 ب??یو??ه روپۍ ضلعی حکومتونه په خپل پرمختيائي پروژو خرڅ كوي ژ ده ووئېل د غیرملکی امداد اندازه71ب??یو??ه روپۍ ده ۔ دخزانې وزير ووئيل كلن پرمختيائي بجټ كښې 1376منصوبې شاملې دې چې پكښې 1155 روانې او 221 نوې منصوبې دي ۔ ده ووئيل د كلن پرمختيائي پروګرام 90 فیصده برخه روانو پروژو لپاره