اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي وزیراعظم عمران خا?? د ??يډيا د بقاياجاتو وركولو امر كړې ٬ بقاياجات وركولو سره به په ميډيا انډسټري مثبت آغيز اوشي او د ميډيا وركرز د اخوا كولو لړۍ ب??دو??و له به مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ميډيا چارو پحقله د غونډې په اړه وېډيو پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل په تېرو څو اوونيو كښې ميډيا څخه وركرز وېستلې شي٬ د پي ټي آئي حك??مت لوظ كړې ٶ چې اولس له به روزګار وركولې شي ٬ ځكه په سمدستي توګه د ريليف وركولو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل د وزيراعظم د امر په رڼا كښې به د وفاق او دريو واړو صوبو واكم?? د ??يډيا د بقاياجاتو عمل په سمدستي توګه پېل كوي۔ ده ووئيل تېر حك??مت چې كوم ډول اشتهارات د سياسي ګټې لپاره كارولې مونږ د هغې عمل مرستياله نه يو٬ هېڅ يو حك??مت د دې ډول اشتهار بازۍ سوچ هم نه شي كولې٬ هم د دغې په سبب د ميډيا بزنس هم متاثره شوې او اوسني حك??مت به په آشتهاراتو كښې د توازن پاليسي رامخې ته كوي۔ ده ووئيل په وړومبي ځل په تاريخ كښې چې څنګه حك??مت په رياستي ميديا سېنسر شپ ختم كړې دغسې په اشتهارونو د حك??مت كنټرول ختمولو لپاره لائحه جوړو چې په سوب ئې سركاري اشتهارات د حك??مت په كنټرول كښې نه وي بلكې په مېرټ به وېشلې شي۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوړې چې غونډه كښې فواد چوهدري ٬ د پنجاب ٬ د خېبرپښتونخوا وزيران ٬ د بلوچستان ډي جي پي آر د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتر او نورو لوړ پوړو چارواكو ګډون و