پېښور 24 نومبر(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد د پېښ??ر نه تر كراچۍ د رحمان بابا اېكسپريس رېل ??اډې د چلولو اعلان كولو سره وئيلي دي په رېلوے كښې كار نه كوٶنكې به د ملازمت نه اخوا كولې شي ٬ مونږ په سلو ورځو كښې لس رېل ??اډې چلول پېل كړې٬ رېلوے د اصل حالت بحالي او اولس له آسانۍ وركول ته اول پام لرنه كوو ٬ رېلوے كښې دې خلق?? له په مېرټ نوكرۍ وركړې شي٬ د رېلوے د زيان ختمولو لپاره هڅې كوٶ، کمېشن اخستونكو قبضه ګرو رېلوے تباه كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې د خبرې كنفرنس په مهال وكړه ٬ شېخ رشید احمد ووئيل د پېښ??ر نه تر ټېسلا به سفاري رېل ??اډې او د دسمبر په پائي كښې به د كراچۍ نه تر پېښ??ر نوې رحمان بابا اېكسپرېس ??پاره پلټۍ جوړولې شي۔ ده ووئيل رېلوے سره په 16 كالو كښې 69 لوكو موټوز خراب پراته وٶ كوم چې فېرنګيانو په ډالۍ كښې راكړې وٶ۔ ده ووئيل د كراچۍ نه تر پېښور به نوې رېلوے لائن جوړوو۔ ده ووئيل په ك??ر ناسته تنخاګانې اخستوونكي 600 كسان د ملازمت نه اخوا كړې شوې٬ د رېلوے روغتون په نجي تحويل كښې د وركولو وړاندېز مو وركړې ۔ وفاقې وزير ووئيل د رېلوے پوليس نه دې ختم كړې شوې٬ روسيې ٬ المان او چين د سركلر ټرېن چلولو لپاره خوشي څرګنده كړې٬ خو زمونږ ترجيح چين دے ٬ ده ووئېل د دې منصوبې پرېكړه وزیراعظم عمران خان له كول دي٬ كه د خېبر پښتونخوا حكومت د دې پرېكړه وكړه نو مرسته به ئې كوٶ