اسلام آباد ۔ 28 نومبر (اے پی پی) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئيلي دي کرتار پور پوله پرانستلو سره نړۍ كښې د پاكس??ان مثبت تاثر رامخې ته شوې۔ پاكس??ان د خپل اړخه غوره اسانيو وركولو له ګامونه پورته كوي۔ د خپلې برخې كار كول د هند ذمه واري ده۔ د 100 کلومیټره يوې سترې لارې پائلټ ماډل پراجېكټ زر تر زره پېل كوو۔ موټر وے پ??لیس د هېواد تر ټولو غوره پوليس فورس درناوې لرې۔ موټروے پ??لیس به د موبائل فون اېپلیکېشن “هم سفر” د لارې د موسم ٬ د لارو حالاتو او د ترافيكي پېښو په صورت فوري طبي مرستې او د مرستې هلو ځلو پشمول نورې اسانۍ وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په موټروے پ??ليس لائن كښې د موټروے پ??ليس موبائل فون اېپليكېشن “هم سفر” پرانستې دستورې ته خطاب او اے پ?? پي سره خصوصي خبرو كښې وكړه۔ مراد سعید ووئيل د موټروے اېپ لانچ كولو سره د مواصلات وزارت 100 ورځنۍ ايجنډا تر پايې رسېدلې ۔ پولیس امېج به غوره جوړوو۔ ده ووئېل كوم ناڅاپي صورتحال كښې وګړو ته مرستې او د طبي مرستې رسنې لپاره به د موټروے پ??ليس ګاډې په لسو دقيقو كښې د پېښې ځائې باندې موجود وي۔ ده ووئيل د ادارو مضبوطولو لپاره وزيراعظم عمران خان وئيلي وو په ادارو سياسي اثر به ختم??لې شي۔ ما په خپل وزارت كښې په دې وژن عمل درآمد كړې ۔ مراد سعيد ووئيل هېواد ك??ې به د سترو لارو نېټ ورك زيات??لې شي۔ ده ووئيل د 100 کلومیټره يوې سترې لارې پائلټ ماډل پراجېكټ زر تر زره پېل كوو۔ اے پ?? پي سره خپلو خاص خبرو كښې ده ووئيل دا مهال نړۍ كښې د پاكس??ان مثبت تاثر رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د وزیراعظم عمران خان په شكل كښې يو داسې لارښود اولس ته ترلاسه شوې كوم چې سپر پاور ته هم خپل موقف په ښكاره ډول وړاندې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ووئيل کرتارپور بارډر پرانستلو سره نړۍ ته د پاكس??ان لخوا مثبت پېغام وركړی شوې۔ د پاكس??ان دا عمل نه يوازې اولس بلكې نړيوالې ورورولۍ هم ستائلې۔ ده ووئيل مونږ به سكھانو ياتريانو او نورو مېلمنو ته غوره اسانۍ وركول باوري كوو۔ ده ووئيل دا د جنګ جھګړې وخت نه دے پاكس??ان د هند په شمول ټولو ګاونډيانو سره د ورورولۍ غوره اړيكې غواړي او په دې لړ كښې هرې ممكنه مرستې له چمتو يؤ