اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د سعودی عربستان په زندانونو كښې نزدې درې زره پاكستانيان په بېلا بېلو تورونو كښې سزا وار ګرځولې شوې دي چې پكښې زياتره د جنګ جګړو او د قانون خلاف ورزۍ پشمول په نورو جرمونو كښې د ككړ كېدو په سبب نيولې شوې دي ۔ د خارجه وزارت ذريعو له مخې ریاض او جدہ كښې پاكستان مشن د سع??دي په زندانونو كښې موجود پاكستانيانو بنديوانو ته د معاوضې نه غېر قانوني مرسته وركوي۔ د يوې ډېټا له مخې د سع??دي په زندان كښې بندي 45 فيصده كسان د نشه اي توكو د قاچاق په تور كښې نيولې شوې دي او دغسې 15 فيصده د غلا او 12 د ټګۍ په تور كښې نيولې شوي٬ دغسې 8 فيصده كسان د غېر اخلاقي هڅو او 3 فيصده د قتل په تور كښې سزا وا?? دي ٬ دوه فيصده كسان د جنګ جګړو په تور كښې نيولې شوې دي۔ د يوې پوښتن?? په ځواب د خارجه وزارت ذريعو ووئيل چې دا مهال نزدې 26 لكه پاكستانيان په سع??دي عرب كښې كار كوي٬ د قانوني احترام كوؤنكي پاكستانيان هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه دي٬ ھغه پاكستاني وګړي كومو سره چې د حج او عمرې و??زې قانوني موده ختمه شوي و?? ھغوي ډي پورټ كولې شي