اسلام آباد ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي ترلائي كښې بې كوره كسانو لپاره د نوي سهولت سنټر دوره وكړه۔ چیف کمشنر عامر علی احمد او اے ډی سی جی کېپټن شعېب علي د كورنيو چارو دوهم وزير ته بريفنګ وركړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د??هم وزير شهريار آفريدي ووئيل په راروانو څو ورځو كښې وزيراعظم عمران خان په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې بې كوره كسانو لپاره د پناه ځائې پرانسته كولې شي۔ د بریفنګ په مهال عامر عل?? احمد ووئيل د پناه دې ځائې كښې د 140 سړو او 40 مېرمنو د استوګنې ان??ظام موجود دے۔ په نوي فیسیلی ټ??شن سېنټر كښې د ريونيو په شمول د نورو اسانيو ان??ظام شوې دې۔ کېپټن شعېب ووئيل د وزيراعظم عمران خان د وژن تر??خه د بې كوره كسانو عزت نفس نظر كښې نيولو سره دا د پناه ځايونه جوړ كړې شوي دي۔ په دې ځايونو كښې به بې كوره كسانو ته درې وخته خوراك ٬ استوګنه ٬ ګرمې بسترې او تحفظ وركولې شي