اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر شفقت محمود وئيلي دي يو ??ول نصاب سره به قام يو موټے شي او ناانصافی به ختمولې شي،د يو نصاب لپاره به هر مکتب فکر سره مشاورت كولې شي او د هغوي تحفظات به لر?? كولې شي۔ ده د شورو په ورځ د قامی نصاب کونسل وړومبنۍ غونډې ته خطاب نه پس ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د يو نصاب لپاره د جوړ قامی نصاب کونسل وړومبنۍ غونډه ګتوره وه، په مجموعی توګه سټيك هولډرز په ډول نصاب اتفاق کړې۔ ده ووئيل څوك چې تحفظات لر?? د مشاورت سره به د هغوي تحفظات لرې كولې شي۔ ده ووئيل د قامی نصاب کونسل جوړولو مقصد د يو ??ول تعلیمی نصاب پلو مخ په وړاندې تلل دي۔ وفاقې وزير ووئيل مختلف نصاب او د تعلیمی نظام په وجه قامونه وېشلې شوې ، د وزیراعظم عمران خان وژن دا دے چې د تعلیمی نظام به وجه قامونو كښې رامخې ته شوې بيلتون ختم كړې شي۔ شفقت محمود ووئيل يو خاص نظام تعلیم لكه ایلیټ انګلش میډیم سکول كښې د تعلیم ترلاسه كوونكې په 22کروړه كښې 4 کروړه كسان د ټو??نې په ټو??و څانګو كښې مخ په وړندې تللې شي او عام تعلیمی نظام كښې تعلیم ترلاسه كوونكې ماشومان د هغوي مقابله نه شي كولې او هم په دغې وجه ټو??نه كښې ناانصافی پیدا كېږي۔ ده ووئيل مونږ له به دغه ناانصافی ختمول وي او د ټو??نې ټو??و طبقو لپاره به مخ په وړاندې تللو له يو ??ول موقعې پیدا کول وي۔ ده ووئيل په سمدستي توګه د پوهانو يو پینل جوړوو كوم به چې د تعلیمی نصاب او بيلو هېوادونو د تعلیمی نظام جاج اخلي۔ شفقت محمود ووئېل دې نه پس به د هر مکتب فکر سره خبرې كولې شي دغسې چې هغوي هم باور كښې واخستلې شي۔ غونډې ته وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل زمونږ پھ هېواد كښې درې قسمه نصاب او تعلیمی نظام شته ،يو سرکاری، دويم نجی او دريم د وفاق المدارس، د دغې ټو??و تعلیمی نظامونو څخه زدكړې ترلاسه كوونكې زدكونكې يو ??ول سوچ نه لر?? او په خپل خپل نظر څيزونو ته ګورې،ده ووئيل هېواد كښې ل??ئ چيلنج د سکولونو څخه بهر 2 کروړه ماشومان دي۔ ده ووئيل د تيرو 70 كلونو راهسې ریاست تعلیم ته پام لر??ه نه ده كړې۔ ده ووئيل تعلیم كه په انګریزۍ ژبه كښې وي يا قامی ژبه كښې ، د دې پريكړه به په مشاورت سره كولې شي او چې كومه هم پريكړه وشي هغه به د ټو??و لپاره سمه وي۔ په غونډه كښې د پنجاب، بلوچستان، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان د تعليم وزيرانو او سلاحكارو ، د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ثانیه نشتر، مفتی منیب الرحمن، د نجی تعلیمی ادار?? نمائندګانو او د تعلیم څانګې ل??اره كار كوونكو این جی اوز او نورو ګډون كولو۔