اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدرې ماريه فرنانډا اېسپينو وئيلي دي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو نړيوال امن لپاره سياسي عزم ډېر مهم دے ٬د ماحولياتي بدلون آغېز مخنيوي لپار?? په نړيواله كچه اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ ??خړ?? څخه د ځپلې شوو بېلا بېلو سيمو كښې د پاكستان كردار د ستائنه وړ دے۔ ماريه فرنانډا دا خبرې په انسټ?? ټيوټ آف ستراتېژك سټډيز كښې كړې۔ دستورې ته د انسټ?? ټيوټ ډائرېكټر جنرل اعزاز چوهدري هم وېنا ??كړ?? او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي ٬ پخوانو سفيرانو ٬ دانشورانو او خارجه پوهانو هم ګډون ??كړ??۔ ماريه ووئيل ملګري ملتونه د يو څو نړيوالو طاقتونو تنظيم نه دے ٬ ځېنې وختونو كښې ټول زور په ملګرو ملتونو راوړلې شي٬ په حقيقت كښې مونږ جادو نه لرو٬ د يمن په ??خړ?? كښې د پنځو كالو نه كم عمره 80 زره ماشومان د لوګې له امل?? په حق رسېدلې ۔ ماريه د خفګان څرګندونې سره ووئيل د غړو هېوادونو قامي مفادات ځينې وختونو كښې د ملګرو ملتونو په بنيادي مفادات بر شي۔ دې ووئيل په دې خبره ځان پوهول پكار دي چې د ملګرو ملتونو كردار د سهولت كار او د پل دے كوم چې ھغ?? په فعاله توګه ترسره كوي٬ د ستونزو باوجود يمن كښې د ډز بندۍ او لوظنامو په شكل مثبت پېشرفت شوې٬ دې ووئېل ټولو ډلو له خپل لوظونه ترسره كولو ته اړتيا ده ٬ د كشمير پحقله د خپل موقف پخلي كولو سره ماريه فرنانډا ووئيل د هرې شخړې كوټلې حل لټولو لپاره سوله ايزې خبرې اترې ډېر اهميت لري۔ كله چې ماريه څخه پوښتنه وكړې شوه چې ملګرو ملتونو 70 كالو څخه كشميريانو سره كړي لوظونه سر ته ونه رسول دا ولې؟ نو د دې په ځواب كښې ووئيل دا د ملګرو ملتونو د لوظ په حقله نه د نړيوالې ورورولۍ د عزم په حقله دې او د دې ډلو لخوا د ممكنه كردار په اړه دي ٬۔ دې ووئيل د ماحولياتي بدلون آغيز مخنيوي لپار?? په نړيواله كچه اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده ٬ د پاكستان پشمول بېل هېوادونه سختو بارانونو ٬ سېلاب او اوچ كالۍ سره مخ دي