اسلام آباد 22 جنوری (اے پي پي) د پيپلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي س??د خورشيد احمد شاه وئيلي د?? چې د ساهيوال په پېښه د كو?? پوائنټ سكورنګ كو??و ضرورت نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې د ايوان دواړې غاړې يو ډول دريځ لري٬ مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پېښې د ذمه وار ټاكنه وكړي۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د ساهيوال په پېښه بحث كښې برخه اخستلو سره د ده ووئيل چې د ساهيوال په پېښه د ج?? ائي ټي راپور راتلونكې و او پرې دلته بحث كېدونكې و خو رانغلو۔ ده ووئيل چې په دې پېښه د كو?? پوائنټ سكورنګ كو??و ضرورت نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې د ايوان دواړې غاړې يو ډول دريځ لري۔ دې پېښې سره د امريت دور رايادېږي كو?? خلق چې امن او امان راولي٬ هغوي د امن او امان ستونزه نه پېدا كو??۔ ده ووئيل چې څنګه دا خلق شهيدان كړے شول٬ داسې خو ترهګر هم نه وژل كېږي۔ په دې پېښه كښې صوبائي حكومت په مكمل توګه ككړ په نظر راځي۔ د دې پېښې نه پس څلورو وزيرانو پرېس كنفرنس كو??و سره هغوي ترهګر او د داعش غړي وګرځول او د ګاډي نه ??ې د وسلې ترلاسه كېدو خبره هم وكړه۔ آيا د پنځو نه ??ر ديارلس كلونو ماشومان ترهګر وو۔ كله داسې هم شوي د?? چې څوك ترهګر ګرځولو سره ووژل شي او هغوي لپاره د دوه كروړه روپو وركولو اعلان وكړے شي۔ د اعلٰي وزير او وزيرانو دريځ يو نه ??ے۔ حكومت دې د ذمه وارې احساس وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پېښې د ذمه وارو ټاكنه وكړي