اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د محصولات دوهم وزير ميا حماد اظهر وئېلي دي د اوسني حكومت پ?? وړومبنو شپږو مياشتو كښې برآمدات زيات٬درآمدات٬كرنټ اكاؤنټ او تجارتي خساره كمه شوې٬پخوانې حكومت ګرځينده قرض د 400 اربه نه 14 ارب ته رسولې٬په وروستيو دوه دريو كلونو كښې 25 اربه ډالره قرض اخستلې شوې٬د معشيت استحكام لپاره به سختې پريكړې كول وي او د دې نتيجې به ډېر زر راوځي٬ده دا خبرې د زيارت پ?? ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتورې شيري رحمان د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې و??ړې??ده ووئيل د جون 2018 نه تر 2018 د حكومت لخوا اخستې شوې قرض د تېر مالي كال دې مودې په مهال دا اخستل شو?? قرض څخه 11 اربه روپۍ كم دے ۔ ده ووئېل بهرنۍ قرض د جون 2017 څخه تر جون 2018 پورې 6 اربه 80 كروړه ډالره اخستې شوې ؤ ٬مونږ د جون 2018 نه تر نومبر 2018 يوازې يو ار?? ډالر بهرنې قرض اخستې۔ده ووئيل 1333 اربه روپۍ قرض د روپۍ پ?? قدر كښې د كمي له امله زيات شوې خو د هېواد په مجموع?? قرض كښې هېڅ اضافه نه ده شوې۔ده ووئيل د خزانې پخوانې وزير كوم چې عدالت ته نه وړاندې كېږي هغه هم زمونږ په معاشي اقداماتو تنقيد كوي خو د هغه حكومت پ?? وروستيو دوو دريو كلونو كښې 25 ا ربه ډالره قرض د روپۍ پ?? قدر كښې د كمي د اثراتو مقابلې لپاره اخستې ؤ