اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان هند ته د پلوامه بريد پلټنو له د مرستې وړ??ندېز كولو سره خبردارې وركړې ٬ هند كه د بريد سوچ وكړو نو پاسكتان به بشپړ ځواب وركوي ٬ كه جنګ پېل شو نو خبره به چرته لاړه شي په دې لوي څښتن خبر دے٬ هند كه د پ??كس??ان د ككړېدو څه شواهد لري نو مونږ له دې راكړي٬ مونږ به كاروائي كوٶ٬ نوې پ??كس??ان نوې سوچ لري٬ دا خبره زمونږ پخپل مفاد كښې ده چې نه دې څوك زمونږ د خاورې څه بهر ترهګري وكړي او نه دې څوك د بهر نه زمونږ په هېواد كښې د ترهګري هڅې وكړي ٬ د افغانستان غوندې د كشمير كشاله هم د خبرو اترو د لارې هوارېدې شي، هندې دې فكر وكړي چې په كشميريانو ځوانانو كښې د مرګ ېره ولې ختمه شوې۔ د پلوامه پېښې پحقله د نهې په ورځ قام ته خپل نشرياتي خطاب كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل د مقبوضه كشمير په پلوامه سيمه كښې څو ورځې وړ??ندې يوه پېښه رامخې ته شوې ٬ چې تور ئې په پ??كس??ان لګولې شوې ۔ ده ووئيل ما هم په ھغه وخت په دې خپل غبرګون څرګند كول ??وښتل ځكه چې په پ??كس??ان تور لګولې شوې ٶ خو د سعودي ??لي عهد د پ??كس??ان دورې له امله ما دا پرېكړه وكړه چې اوس دې ځواب ورنه كړې شي دغسې چې د سعودي ??لي عهد دورې څخه پام بلخوا اونه ګرځي ۔ ده ووئيل اوس چې كله ولي عهد بېرته لاړ نو زه هند ته ځواب وركول ??واړم ۔ وزیراعظم ووئيل په پ??كس??ان د شواهدو نه غېر تور لګولې شوې ۔ ده ووئيل پ??كس??ان په دا ډول پېښو كښې د ككړېدو كومه ګټه نه لري٬ د سعودي ??لي عهد دورې په مهال به څوك احمق وي چې د دورې له مينځه وړلو لپاره به دا ډول پېښه كوي۔ ده ووئيل پ??كس??ان په يو داسې پړاٶ كښې دے چې استحكام پلو روان دے٬ مونږ 15 كاله د ترهګرۍ په ضد جنګ كړې چې پكښې 70 زره پ??كس??انيان شهيدان شوي دي ، ده ووئېل اوس امن او استحكام راروان دے او په دې كښې به د دا ډول پېښو څخه مونږ ته څه ګټه ورسي۔ وزيراعظم ووئيل زه هندي ??اكمنو څخه پوښتنه كول ??واړم چې آيا تاسو به په ماضي كښې ژوند كول ??واړې او كه هر ځل هر ډول پېښه په كشمير كښې رامخې ته شي نو تاسو به پ??كس??ان ذمه وار ګرځوې ٬ په ځائ د دې چې د كشمير كشالې هواري پلو لاړ شوو۔ ده ووئيل زه په ډاګه وائيم چې دا نوې پ??كس??ان دے ٬ نوې سوچ لرل زمونږ په ګټه دے چې نه دې څوك زمونږ د خاورې څخه بهر ترهګري وكړي او نه دې څوك له بهر نه دلته د ترهګرۍ هڅې وكړي ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه نن هند ته وړ??ندېز كول ??واړم چې ھغوي د پلوامه بريد كوم ډول هم پلټنې كول ??واړي نو مونږ څخه دې وكړي او كه د يو پ??كس??اني د ككړېدو كوم ثبوت لري نو مونږ له دې راكړي٬ ده ووئېل زه ضمانت وركوم چې مونږ به كاروائي كوٶ ځكه چې كه څوك د پ??كس??ان خاوره كاروي نو دا زمونږ د مفادو په ضد او پ??كس??ان سره دښمني ده۔ ده ووئيل مونږ چې كله هند سره د مذاكراتو خبره كوٶ نو ھغوي په ترهګرۍ د خبرې كولو شرط اېږدي٬ ترهګري د ټولې منطقې مسئله ده او مونږ غواړو چې ترهګري ختمه شي ځكه چې ترهګرۍ څخه د ټولو نه زيات پ??كس??ان ځپلې شوې ٬ ده ووئېل زمونږ 70 زره پ??كس??انيان شهيدان شوي او معيشت ته هم د سل رابه ډالرو نه زيات زيان رسېدلې ۔ وزيراعطم ووئيل زه په دې موقع دوه څيزونه په ګوته كول ??واړم ٬ هند بايد يو نوې سوچ خپل كړي او دوي له روښانه فكر وكړې شي چې څه وجه ده چه په كشميريانو ځوانانو كښې د مرګ يره ختمه شوې ده٬ ده ووئېل څه خو به وجه وي۔ ده ووئيل آيا هند دا ګڼي چې د پوځ د لارې به دا مسئله هواره شي٬ تر ننه پورې د پوځ د لارې يوه مسئله چرته په كاميابۍ حل شوې ده كه نه وي نو وړ??ندې به څنګه كاميابه شي٬ ده ووئېل كه چرته نن د افغانستان دننه 17 كاله پس نړۍ تسليم كړې چې دا مسئله پوځي حل نه لري او دا به د خبرو اترو د لارې هواره شي نو په هند كښې دې هم بايد دا بحث وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د هند نه راپورته كېدونكي غږونه اوروو٬ د ميډيا او سياستمدارو غږونه راخېژي چې پاکستان ته سبق ښودل پكار دې او بدل اخستل پكار دي ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل وړومبنۍ خبره خو دا ده چې د نړۍ كوم قانون هم يو كس يا هېواد له د جج٬ جيوري يا اېكسېكيوشن جوړېدو اجازه وركوي٬ دا د انصاف په كوخم نظام كښې شته ؟ ٬ بله خبره دا ده چې هند كښې دا د ټاكنو كال دے او پ??كس??ان ته سبق د ښودلو چغې د ټاكنو ګټلو لپاره وهلې كېږي۔ وزیراعظم واضح كړه هند كه د بريد سوچ وكړو نو پ??كس??ان به بشپړ ځواب وركوي او مونږ سره به د ځواب وركولو نه علاوه بله لاره نه وي۔ ده ووئيل مونږ ټول ??بر يو چې جنګ پېل كول ??سان دي ?? جنګ پېل كول ?? انسان په لاس كښې وي خو جنګ ختمول ?? انسان په لاس كښې نه دي٬ ده ووئېل د جنګ وخت تر كومې دوام لري په دې لوي څښتن خبر دے ٬ دې لپاره زه هيله لرم چې مونږ به د عقل او حكمت لاره خپله كړو او د كشمير كشاله به هم آخر د افغانستان غوندې هم په خبرو هواره شي