پېښور ۔23 فروری (اے پی پی)د داخله چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي كه پلوامه پېښه كښې پاكستان ككړ دې نو ثبوت دې راكړې شي۔ ??ند دې د تورونو په ځائې دليلونو او ثبوت سره خبره وكړي۔ په پلټنيو كښې مو ??ند ته د مرستې پېشكش كړې دې۔ جنګونو سره تباهي او امن سره خوشحالي راځي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پیښور ??وهنتون كښې د مېرمنو جناح كالج كښې د كلنې انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال ده په زده كوؤنكو زور راوړو چې دوئي دې خپل صلاحيتونه د پاكستان سوكالۍ او پرمختګ له وكاروي دغسې چې پاكستان د نړۍ نورو قومونو په صف كښې مهم مقام ترلاسه كړي۔ ده ووئيل ??ند كښې د كروړونو په شمېر وګړي په فټ پات ژوند كوي ولې هندي جنګي جنون نه خت??ېږ??۔ مقبوضه كشمير كښې زور ظلم او زياتې كېږي۔ ده ووئيل پاكست??ن امن غواړي او په امن باور ??ري۔ بياهم كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو بشپړه ځواب به ئې كوو۔ ده ووئيل جنګ سره به په لويه كچه د ځانونو زيان وشي۔ ??ند بايد دې ته په جدي توګه سوچ وكړي۔ ده وئيل د هېواد اكانومي مخ په زياتېدو ده ٬ سيلګرۍ ته وده ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل حكمر??ن او اولس دواړو له به ځواب وركول وي۔