اسلام آباد ۔ 19مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان كوېت سره اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي مرستې ودې سره به دوه اړخيزه اړيكې مس??حكم كول وي۔ د كوېت دورې په مهال د كوېتي تجارانو پلاوي سره خبرو كښې ??ارجه وزير ووئيل پاكستان سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ كوېتي كمپنۍ بايد پاكستان كښې ??رمايه كاري وكړي۔ شاہ محمود قرېشی ووئ??ل د كوېت يو شمېر كمپنۍ پاكستان كښې كاميابۍ سره كاروبار كوي۔ ده ووئ??ل د تحریک انصاف حکومت د بزنس انفراسټرکچر ډیوېلپمنټ په ايجنډا كار كوي۔ مونږ غواړو چې كوېتي كمپنۍ پاكستان كښې ??ياته نه زياته سرمايه كاري وكړي۔ شاہ محمود قرېشی د کوېتی بزنس کمیونټی پلاوي ته باور وركړو چې پاكستان ب??رن??و سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ مونږ پاكستان كښې ??قتصادي سفارتكاري پېل كړې ده او په دې لړ كښې ټولو سفارتخانو ته خصوصي هدايات جاري كړې شوي دي چې هغوي دې سرمايه كار پاكستان كښې ?? موجوده فعاله كاروباري موقعو څخه خبر كري او هغوي ته دې سرمايه كارۍ لپاره ترغيب وركړي۔ خارجه وزير ووئ??ل د معيشت ري سټركچرنګ لپاره د جوړې كړې شوې لوړې كچې كمېټۍ مشري او نګراني وزيراعظم عمران خان پخپله كوي۔