اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د سي ډي اے تشكيل نو منصوبې په اصولي توګه منظوري وركولو سره سپارښتنه كړی چې په دې اړه منصوبه د كابينې په راروانه غونډه كښې غور او حتمي منظورۍ له وړاند?? كړئ ۔د دې منصوبې مقصد د وفاقي پرمختيائي ادارې تشكيل نو كول دي دغسې چې دا اداره د كاركردګۍ په لحاظ سره يو ښه اداره جوړه كړی شي۔د تشكيل نو د لارې به په اداره كښې د كارپورېټ ګورننس ماډل معرفي كولې شي۔په دې اړه د منصوبې خدوخال د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پھ وزيراعظم آفس كښې غونډه كښ?? وړاند?? كړی شوې۔د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د وزيراعظم د سم??در پورې غاړه پاكستانيانو خاص مرستيال زلفي بخاري٬داخله سېكتر اعظم سليمان خان٬د سي ډي اے چيئرمېن عامر احمد علي او نورو په غونډه كښې ګډون وكړو۔د سي ډي اے چيئرمېن په 6 مياشتو كښې په دې اړه د شوي پېشرفت راپور وړاند?? كړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د اختياراتو منتقل كولو او اېم سي آئي جوړولو نه پس د سي ډي اے بنيادي كار تر سېكټر ډوېلپمنټ محدود دے٬غونډې ته ووئيل شول د سېكټر ډوېلپمنټ كار د څو لسيزو راهسې ولاړ دے ۔د دې ??خه وړاندې وزيراعظم عمران خان ته د اسلام آباد په ماسټر پلان د نظرثانۍ كولو په حقله د پېشرفت په اړه ووئيل شول۔وزيراعظم ته د منصوبې خدوخال په اړه ووئيل شول په ماسټر پلان نظرثاني كولو له جوړ كمېشن دې خپل راپور ته حتمي حل وركړې كوم به چې د كابينې غونډې ته وړاندې كولې شي۔وزيراعظم د پايه تخت په ماسټر پلان نظرثانۍ لپاره د كمېشن هڅې وستائلې۔