اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې په رياست مدي??ه كښې قرآن او اسوه حسنه آئين و٬ علما او آئمه كرامو نړۍ بدله ??ړې٬ د دې پلېټ ف??رم نه به پاكستان د مدينې رياست جوړېږي٬ په هند كښې ټول اقليتونه فشار سره مخ دي٬ نن د مقبوضه كشمير حالت د نړۍ په وړاندې دے٬ د مدينه د رياست د ګردان مقصد دا خواهش دے چې د هغه منزل په پلو لاړ شو كوم چې نبي كريم ﴿ص﴾ ښودلې٬ انصاف٬ د مېرمنو حقونه٬ د ظلم په ضد ودرېدل او د مسلمانانو د غم او تكليف ختمولو نوم رياست مدينه دے٬ مونږ وار په وار په دې طرف روان يو٬ ورو ورو قانون سازې او د دې عملي كېدو سره به د رياست مدينه خوب ته تعبير وركړے شي۔ اولس مشر دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلام آباد په كنونشن سنټر كښې د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ په موقع نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته په خپله ??ېنا كښې وكړې۔ اولس مشر وو??يل چې دا ما لپاره د سعادت خبره ده چې د نبي كريم ﴿ص﴾ د ميلاد دستوره ده او زه پكښې د مدينې په رياست خبره وكړې شم۔ ده وو??يل چې د نبي كريم ﴿ص﴾ د ژوند پېښې ما راسخ العقيده مسلمان جوړوي۔ ده وو??يل چې په نړۍ كښې هر څيز د الله ګواهي وركوي۔ اولس مشر وو??يل چې كله ??ه كال 1997م كښې مونږ د تحريك انصاف د پلېټ ف??رم نه په نتهيا ګلي كښې راجمع شوي وو نو هلته په دې خبره شوې وه چې مونږ څنګه پاكستان ليدل غواړو۔ هلته د چپ اړخ مشران هم موجود وو خو وزيراعظم عمران خان وو??يل چې د پاكستان تصور د رياست مدينه نه شروع كېږي ٬ په دې كومه بله خبره نه شي كېدے۔ عمران خان په رياست مدي??ه كامل باور لري۔ اولس مشر وو??يل چې اسلامي نړۍ په دې وخت خپلو مشرانو ته ګوري٬ رجب طيب اردوان٬ مهاتير محمد او عمران خان د دوي مشران دي۔ اولس مشر وو??يل چې په اسلامي نړۍ ډېر ظلم شوے٬ د كشمير صورتحال زمونږ په وړاندې دے۔ ده وو??يل چې تېره ورځ د كرتارپور لاره پرانستل او د بابري جومات ځائ مندر ته د وركولو پرېكړه ټولې نړۍ كتلې۔ ده وو??يل چې مسلمانانو تل د اقليتونو خيال ساتلې۔ اولس مشر وو??يل چې په رياست مدي??ه كښې قرآن او اسوه حسنه آئين و٬ علما او آئمه كرامو نړۍ بدله ??ړې٬ د دې پلېټ ف??رم نه به پاكستان د مدينې رياست جوړېږي٬ په هند كښې ټول اقليتونه فشار سره مخ دي٬ نن د مقبوضه كشمير حالت د نړۍ په وړاندې دے٬ د مدينه د رياست د ګردان مقصد دا خواهش دے چې د هغه منزل په پلو لاړ شو كوم چې نبي كريم ﴿ص﴾ ښودلې٬ انصاف٬ د مېرمنو حقونه٬ د ظلم په ضد ودرېدل او د مسلمانانو د غم او تكليف ختمولو نوم رياست مدينه دے٬ مونږ وار په وار په دې طرف روان يو٬ ورو ورو قانون سازې او د دې عملي كېدو سره به د رياست مدينه خوب ته تعبير وركړے شي۔