اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) سپريم کورټ د وفاقي حكومت لخوا د بيان حلفي جمع كولو نه پس د آرمي چيف جنرال قمر جاويد باجوه د ملازمت موده كښې د شپږو مياشتو د پراختيا اجازه وركولو سره امر كړې چې په شپږو مياشتو كښې دننه دا معامله پا??لمان ته وړاندې كوول سره د سرلښكر د ملازمت په موده كښې د پراختيا ٬ بيا ټاكنې او د ملازمت د مودې تعين لپاره قانون سازي وكړئ۔ عدالت ووئيل د سر لښكر د ملازمت موده كښې د شپږو مياشتو د موجوده پراختيا نه پس لا پراختيا به د پا??لمان قانون سازۍ سره تړلې وي۔ د سر لښكر د ملازمت موده كښې د پراختيا په اړه د كېس مختصره حكم نامه چيف جسټس آصف سعيد کھوسه واوروله۔ ده ووئيل عدالت به د مختصر پرېكړې نه پس وجوهات وروستو تحرير كوي۔ د عدالت په وړاندې د آرمي چيف په ملازمت كښې د پراختيا٬ بيا ټاكنه چېلنج كرې شوې وه٬ د دريو ورځو د سماعت په مهال وفاقي حكومت په دې معامله بيا بيا رائے بدله كړې او نن په حتمي توګه د حكومت لخوا اټارني جنرل انور منصور نوې سمرۍ سره اعلاميه وړاندې كړې كومه چې ا??لس مشر د وزيراعظم په سفارش منظوره كړې۔ عدالت ووئيل د سماعت په مهال عدالت د آرټيکل 243 آرمي اېکټ او آرمي رېګولېشنز 1998 جاج هم اخستې چې پكښې هېڅ قانوني لاره په لاس نه ده راغلې چې پكښې د سر لښكر د بيا ټاكنې يا په ملازمت كښې د پراختيا په اړه حواله موجود ??ي۔ عدالت ته اټارني جنرل ووئيل دا عمل په ماضي كښې هم تر سره شوې٬ چيف جسټس ووئيل د ??ئي?? له مخئ ا??لس مشر د پوځ سپريم كمانډر وي او ھغه د وزيراعظم په سفارش د سر لښكر ټاكنه كوي۔ اټارني جنرل عدالت ته ووئيل بيا لپاره دې دا معامله د قانون په دائره كښې راوستو لپاره پا??لمان ته وړاندې كرې شي٬ ده د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د ملازمت په موده كښې پراختيا لپاره د قانون سازۍ په لړ كښې د 6 مياشتو مهلت وغوښت٬ چيف جسټس ووئيل عدالت په دې معامله كښې د تحمل مظاهره كولو سره دا معامله پا??لمان ته پرېښې ده دغسې چې د ??ئي?? آرټيکل 243 له مخې دا معامله د قانون په دائره كښې راوستلې شي او د سر لښكر د ملازمت د مودې تعين وكړې شي۔