اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)نړيوال مالياتي ??نډ(آئي اېم اېف)پاكس??ان سره د ايكسټېنډېډ ??نډ فيسليټي ايګرمنټ له مخې د لوظ نامې د وړومبې جاج اخستنې غونډې نه پس وئېلي دي چې پاكس??ان په مالياتي نظم و ضبط كښې بهترۍ او معاشي استحكام لپاره ښه اقدامات كړي٬مالياتي خساره كمې شوې چې ورسره به د اقتصادي پرمختګ شرح زياتولو اهداف ترلاسه كولو كښې مرسته وشي۔د آئي اېم اېف د جاج اخستنې غونډې نه پس پاكس??ان مينځني ختيز او مينځنۍ آسيا لپاره د آئي اېم اېف مشن مشر د جاج اخستنې راپور جاري كړي۔ده وئېلي دي چې د آئي اېم اېف ايګزېكټو بورډ په تېره خپله غونډه كښې د پاكس??ان د معاشي كاركردګۍ تفصيلي جاج اخستې او په دې يې د اطمينان څرګندونه كولو سره د دوهم قسط جاري كولو پريكړه كړی۔ده وئيل چې په وړومبۍ غونډه كښې وئېلي شوي چې پاكس??ان په پروګرام عمل باوري كړې او د مالي ??ال د وړومبو دريو مياشتو ??ه مهال يې ټاكلي اهداف ترلاسه كړي يا دې ترلاسه كولو ته نزدې دې۔په راپور كښې وئېلي شوي دي چې پاكس??ان مالياتي خساره كمولو لپاره ښه اقدامات كړې دي