اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې ??ر څو چې هندوست??ن كشميريانو ته د دوي د خپلواكې بنيادي حق نه وركوي، دوي سره د كركټ مقابلې به د كشميريانو په زخمونو د نمك پاشې په شان خبره وي، د لوبو وده صحت مند ټولنې لپاره ضروري ده، په هېواد كښې د نړيوال كركټ بحالي خوشبينه خبره ده، د هېواد په نورو ښارونو كښې به هم كركټ بحال كوو، وزيراعظم د كركټ د ډهانچې ??شكيل نو كړې. د خالي په ورځ پھ پنډې كركټ سټېډيم كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمېنځه د ټېسټ مېچ په موقع مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې ?? بنګله دېش د كركټ لوبډلې لخوا د پاكستان دوره خوشبينه ده. هغې ووئيل چې پاكستان سوله ايز هېواد دے، د كركټ سره د نورو لوبو بحالي هم غواړو. هغې ووئيل چې ??كومت په ډومېسټك كچه د كركټ ډهانچه قوي كړې. د سري لنكا د كركټ لوبډلې او حكومت ته هم مباركي وايو كومو چې په پاكست??ن كښې د كركټ بحالې لپاره ځانګړې كردار ترسره كړے. هغې ووئيل چې په مېرټ انتخاب داسې اقدامات دي چې ورسره به په پاكست??ن كښې كركټ وده وكړي. وزيراعظم عمران خان په خپله لوبغاړې دے او هغه د لوبو د ګټې نه خبر دے. لوبې د اعصابو قوي كولو ذريعه ده. هم دا وجه ده چې ??مران خان چېلنجونه په موقعو كښې د بدلولو صلاحيت لري. هغې ووئيل چې ??كومت په سپورټس بورډ كښې اصلاحات كړي دي، د كبډې نړيوال كپ په پاكست??ن كښې كېږي، زمونږ هېواد ډېر ټېلنټ لري. هغې ووئيل چې ?? ټولې نړۍ لوبډلې به پاكستان ته راځي. هغې ووئيل چې په دې وخت كښې پاكستان د سېلګرې په اړه د نړۍ تر ټولو محفظ هېواد دے. هغې ووئيل چې ?? وزيراعظم عمران خان د امن داعي او علم پورته كوونكې بيانيه په ټوله نړۍ كښې ستائلې شي. په پاكست??ن كښې د لوبو مېدانونه آباد شوي دي. هغې ووئيل چې كمپنې دې مېرمنې لوبغاړې هم سپانسر كړي. هغې ووئيل چې په راتلونكي وخت كښې به د سپورټس په ايونټس كښې مېډيا ته بشپړه اسانيې وركولې شي.