پېنډۍ۔21 اپرېل (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي دا وخت د سياست نه دے۔ په اتفاق او نېك جوړېدو سره به يوه ستراتېجي جوړول وي او خلقو له به په ي?? لائن او لېنتھ خبرې او كار كول وي۔ نړۍ ناكامۍ سره ??خ او كورونا مخ په زياتېدو ده۔ ??ون?? له به بې وزله او سفېد پوشه ډله ساتل وي دغسې چې نړۍ ته د كورونا دلاسه زيان هم اونه رسي او دوي د لوږې نه هم مړه نه شي۔ شتمند حضرات او لويې ادارې دې و??ير??عظم ريليف فنډ له عطيه وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پېنډی انسټی ټیوټ آف یورولوجی كښې جوړ د كورونا روغتون دورې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ما مشوره ??ركړې چې دا د روغې جوړې وخت دے۔ روژه راروانه ده ??ون?? له به سياسي مخالفت هېرول او صلح كول وي۔ اختر څخه وروستو كله چې دا كرونا ختمه شي بيا به سياست كوؤ۔ دې نه وړاندې وفاقي وزير د روغتون په اړه بريفنګ واخست او ميډيا ته ئې ووئيل د كورونا له امله پېنډۍ كښې تر دې دمه 6 كسان مړه شوي۔ د رنځورانو ټوله شمېره 196 ده ۔ 55 خپلو كورونو ته بېرته تللې او د 135 رنځورانو درملنې روانې دي۔ ده ووئيل تېره ??رځ د رېلوے مزدورانو د خپلې يوې ورځې تنخواه 5 کروړه 1 لك 85 زره روپۍ و??ير??عظم ريليف فنډ له عطيه كړې۔ ده ووئيل هيله لرم چې25 اپرېل يا 1 م مئي څخه به محدود ټرېنونه آئسولېشن سره روان كړو۔ رېلوے په دې سخت وخت كښې چمن ته هم رسېدلې ۔ كوم كلي كښې چې ضرورت وي ??ون?? 750 اسټېشنې لرؤ روغتون به هل??ه رسوؤ۔ ولې چې مسئله د آئسولېشن ده او رېلوے سره آسو لېشن لپاره ډېر كوچونه شته