اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان سپارښتنه ك??ې چې د غېر ضروري خرڅونو كمې لپاره دې په ادارو كښې د اصلاحاتو عمل تند كړې شي، د کرونا له مخې د خېبرپښتونخوا معاشي وضعې نه دې اولس خبر وساتلې شي، د سخت صورتحال باوجود هر ډول ممكنه هڅې وكړئ چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپلې شي٬ د پبلك پرائيوټ پارټنر شپ زياتولو ته بشپړه پاملرنه وكړئ، صوبو كښې د ت??ان استعداد په اړه لائحه عمل د ت??ان وزارت سره په مشاورت مرتب كړئ۔ وزيراعطم دا خبرې د خېبرپښتونخوا د پرمختيائي چارو ٬ راتلونكي بجټ كښې د ادارو په اصلاحاتو ٬ د كرونا وائرس په تناظر كښې د صوبې معاشي صورتحال ٬ په خاص توګه د صوبې آمدن او خرڅون او د وسائلو پحقله په رامخې ته شوو مسئلو قابو موندلو لپاره د سباٶن لائحې په اړه د يوې اعلې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه ك??ې د رشكئ خاص اقتصادي زون جوړولو د پېشرفت ٬ د سوات موټروے فېز ټو منصوبې عملي كولو او د ت??ان پېداوار پحقله د صوبې استعداد او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ په غونډه ك??ې د ت??ان وفاقې وزير عمر ايوب خان،د قامي خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د سي پېك چيئرمېن عاصم سليم باجوہ او د صوبائي حكومت لخوا د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان ، د خزانې وزير تېمور سليم خان جھګړا، چېف سېكرټري ډاكټر کاظم نياز او نورو لوړ پورو ګډون كولو