اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شب??ي فراز وئيلي دي د اختر په موقعه قوم د كورونا وائرس دلاسه د انساني ځانونو زيان او د جمعة الوداع په موقعه د الوتكې پېښې سره مخ دے كومې چې يو شمېر كورنۍ خفه كړي دي۔ د سماجي رابطې په وېب سائيټ جاري كړې شوي خپل پېغام كښې ده ووئيل د وړوكي اختر په موقعه مونږ بايد هغه خلق هېر نه كړو د چا نه چې ع??يز??ن جدا شوي دي۔ دې سره سره قوم بايد د مقبوضه كشمير خپل ورونړا خوېند هم يادې وساتي كومې چې دا مهال د هند لخوا زور ظلم او زياتي سره مخ دي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د هندوتوا نظريې خپرول د مودي حكومت جنګي جرائم نړيوال ضمير له ن??غ په نېغه چېلنج دے۔