اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د پولېټيكل كميونيكېشنز خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي تحريك انصاف په وړومبي ځل د لاندې طبقې نه هم اولس?? استازو ت?? د رامخې ته كېدو موقع وركړې، د وزيراعظم په پورټل 22 لكه شكايات راغلي، په راتلونكي وخت كښې به د پورټل مياشتنې راپور وړاندې كولې شي، تر اوسه د ډېر اهميت د 28 زره 118 شكاياتو ازاله اونه شوه، په دې كښې تر ټولو زيات شكايات د سندھ ادارو په حقله راغلي، د پيپلز پارټۍ په زياتره مشرانو د كرپشن سنګين تورونه دي، شهباز شريف د خپ?? مفرور ورور ضامن دے، هغه دې د خلقو په ذاتياتو د بيان وركولو نه ډډه وكړي ??و د خپ?? كرپشن حساب دې وركړي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. په دې موقع ده سره د قوم?? اسمبلۍ غړي ??داقت عباسي او كنول شوزب هم موجود وو. شهباز ګل ووئيل په دې وخت كښې په هېواد كښې داسې حكومت دے كوم چې د سياست پشمول په هره څانګه كښې د لاندې طبقې خلقو ت?? د خپ?? ځان سره د برابرولو موقعې وركړي.