پېنډې 16 جون (اے پي پي) د جوائنټ چيف?? آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا، د زمكيز پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د پاك بحريه مشرل اېډمرل ظفر محمود عباسي او د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د ??ئي اېس ??ئي د هېډكورارټرز دوره كړې. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿??ئي اېس پي آر﴾ له مخې د ??ئي اېس ??ئي ډي جي لېفټېننټ جنرل فېض حميد په ډائرېكټورېټ جنرل ??ئي اېس ??ئي كښې د جوائنټ چيف?? آف سټاف كمېټې چيئرمېن او د سروسز چيفس هركلے وكړو. پوځي مشرانو ته د سيمه ايزې سلامتيا په چارو، كنټرول لائن او د آزاد جمو كشمير په صورتحال جامع بريفنګ وركړے شو. د جوائنټ چيف?? آف سټاف كمېټې چيئرمېن او د سروسز چيفس قومي سلامتيا لپاره د ??ئي اېس ??ئي هڅې وستائيلې او په وظيفائي تيارو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه