اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په غنمو ذخيرہ كولو كښې د ككړو عناصرو په ضد د كرېك ډاٶن امر كولو سره وئيلي ??ي ?? غنم?? او اوړو زيات ترلاسه كېدل دې باوري كړے شي او بيعه يوه كولو لپاره دې بېن الصوبائي مشاورت لا ښه كړے شي او جامع او منظم انتظامي اقدامات دې هم باوري كړے شي۔ وزيراعظم عمران خان د دې خيالاتو څرګندونه ګرد هېواد كښې اولس ته د غنم?? او اوړو په ??ناسبه بيعه باوري كول?? او د بيعې قابو ساتلو په اړه د غونډې مشري كولو په ??هال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو حماد اظهر٬ سيد فخر امام ٬ صلاحكارو ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، عبدالرزاق داؤد، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل او نورو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ دغسې صوبائي چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې په غونده كښې د چينو په ??ناسبه بيعه د ترلاسه كېدو صورتحال هم جاج واخستلے شو۔ د پنجاب او خېبرپښتونخوا چيف سېكرټريز لخوا د غنم?? او اوړو د بيعې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د پنجاب چيف سېكرټري ووئيل د پنجاب په ??ولو ښارونو كښې شل كل?? اوړه په 860 روپو وركړے كېږي، د غنمو په زياته كچه ترلاسه كېدل باوري كولو لپاره د پنجاب حكومت اتلس زره ټنه غنم هره ورځ ريليز كوي۔ د خېبرپښتونخوا ض??ور??ونه ترسره كولو لپاره نزدې شل فيصده اوړه خېبر پښتونخوا ته لېږلے كېږي۔ د پنجاب چيف سېكرټري صوبه كښې د چينو ترلاسه كېد?? او د بيعې په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔ د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري د غنمو د قاچاق مخ نيوي په اړه غٶنډه خبر كړه۔ وزيراعظم عمران خان ته خپله وېنا كښې امر وكړو چې ګرد هېواد كښې د غنمو په ذخيره كولو كښې د ككړو عناصرو په ضد سمدستي كرېك ډاٶن وكړئ۔ وزيراعظم د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري او د بلوچستان چيف سېكرټري ته امر وكړو چې د غنمو د قاچاق مخ نيوي په بشپړه توګه باوري كړي۔ ده امر وكړو چې د غنم?? او اوړو زيات ترلاسه كېدل باوري كړئ او بيعه يوه كولو لپاره بېن الصوبائي كوآرډينېشن لا ښه كړئ او جامع او منظم انتظامي اقدامات هم باوري كړئ۔ وزيراعظم د سندھ چيف سېكرټري ته هم امر وكړو چې د تېر كال تجربې له مخې په صوبه كښې د غنمو د ريليز كولو پاليسۍ ته زر ترسره حتمي شكل وركړئ۔ وزيرِاعظم امر وكړٶ چې سباٶن كښې د غنم?? او اوړو ضروتونه ترسره كولو لپاره د غنمو د درآمد په ??رېكړه د عملدرآمد په اړه منصوبه بندۍ ته حتمي شكل وركړئ۔ وزيراعظم صوبائي چيف سېكرټريز ته امر وكړٶ چې ?? ملاوټ په ضد د زيرو ټالرېنس پاليسي خپله كړئ او په دې لړ كښې هېڅ ډول رعايت ونه كړئ