سكهر 17 اګست (اے پی پی) د پي ټي آئي مركزي عمومي سېكرټري عامر محمود كياني او د وزيراعظم كوآرډينېټر احمد ني??زي د سندھ دورې اعلاميه جاري كړې شوې۔ په اعلاميه كښې وئيلي شوي د ګوند دې دواړو مشرانو د پي ټي آئ?? لارښود طاھر شاه ٬ ګوهر كهوسو لخوا په جوړو شوو دستورو كښې ګډون كړے او په دې موقع د سندھ اسمبلۍ غړے جمال صديقي او نور لارښود هم موجود وو۔ په سكهر كښې د پاكستان ??حريك ان??اف عمومي سېكرټري او د قومي اسمبلۍ غړي عامر محمود كياني په طاهر شاه هاؤس كښې مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل د پي ټي آئي حكومت د هېواد د كرپشن لس زره كروړه روپې ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د عمران ??ان نظريه په هېواد كښې بهتري راوستل دي٬ حكومت د كراچې ستونزې هواروي ٬ 12 كاله حكومت كوونكي نااهل ثابت شوي۔ ده ووئيل نواز ليګ او پيپپلز پارټۍ په يو بل كېسونه جوړ كړي وو٬ مونږ چې حكومت ته راغلو نو دوي مو ونيول٬ په كراچې كښې مو د لكونو په شمېر رائې ترلاسه كړي٬ مونږ به راځو او كار به كوو٬ د سندھ حكومت ناكامه شوے٬ په كراچې د كنټرول خبرې قياسونه دي۔ وركرز كنونشن ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل پاكستان ?? عمران ??ان په مشرې كښې مخ په وړاندے روان ??ے۔ په هېواد د قرضونو بوج دے او دا د مافياز پېداوار دے٬ دوي هېواد تباه كړے٬ د دوي بېرغونه مختلف او دننه په خپلو كښې يو دي۔ ده ووئيل اپوزيشن يوازې مفادات لپاره جګړه كوي٬ د ليډر كار وژن جوړول وي۔ عمران ??ان ??تاسو په شان ځوانان پېدا كړل۔ ده ووئيل عمران ??ان هغه يواځنې ليډر دے چې په ټوله نړۍ كښې ئې عزت كېږي ځكه چې عمران ??ان يو ديانتدار ليډر دے