اسلام آباد ۔ 26 اګست (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان به د آسيا وړومبنے هېواد وي چرته به چې الېكټرك بسونه چلېږي۔ موجوده حكومت په اولني ځل د سائنس او ټېكنالوجۍ پرمختګ ته پام كړنه كوي ۔ فور ويلز پالېسۍ ته به 15 ورځو كښې حتمي شكل وركړے شي۔ د شورؤ په ورځ د پاكستان او چينائي نجي كمپنيو ترمينځھ د الېكټرك وهيكلز وېليو په جقله چين سره د سټرټېجك الائنس لوظنامې لاس ليك كېدو دستورې ته خطاب ??ښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان د سوئيلي آسيا وړومبنے هېواد ؤ چرته چې خپل موبائل جوړ شو او اوس به د آسيا اولنے هېواد وي چرته به چې الېكټرك بسونه چلېږي۔ په اولني پړاؤ كښی به د بنيادي اډانې جوړولو ك??ې د 50 ملينه ډالره سرمايه كاري كېږي او دويم پړاؤ كښې به راتلونكو درېو كلونو كښې په برېښنا د چلېدونكو بسونو جوړولو كار پېل شي۔ وفاقی وزیر ووئيل موجوده حكومت د ماحوليات ښه كولو پلو زيات پام ګرځولے او الېكټريكل وهيكل سره به خيرنوالے كم شي۔ ده ووئيل وزيراعظم په ماحولياتي خيرنوالي قابو موندلو له بلين ټري سونامي منصوبه پېل كړې ۔ ده ووئيل هېواد كښی په اولني ځل سائنس څانګه كښې سول ملټري انټرفيس جوړ كړے شو ۔ ده ووئ??ل نن پاكستان نړۍ ك??ې د كورونا وا??رس مصنوعات برآمد كوؤنكے يو مهم هېواد دے۔ دستوره ك??ې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سليم مانډي والا او پاكستان كښی د چين سفير ياؤ جنګ هم ګډون وكړو