اسلام آباد??5اکتوبر (اے پی پی) د ب??رنیو چارو ??زیر مخدوم شاه محمود قریشی سره د سیلانی ویلفیئر ټرسټ چيئرمېن مولانا بشیر فاروقی د ګل په ورځ د ب??رنیو چارو ??ه وزارت کښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د کورونا وبا صورتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېلاني وېلفېئر ټرسټ چيئرمېن د ب??رنیو چارو ??زیر ته د خپلې فلاحي ادارې خذماتو په اړه وئيلو سره ده ته د كورونا وبا په مهال د لنګرخانو جوړولو په شمول د خېر ښېګړې نو??و كارونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ خارجه وزير د انسانيت خېر ښېګړې له د سېلاني ویلفیئر ټرسټ د خذماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د كمزورې طبقو خېر ښېګړې له ټول قام د خپلې برخی كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل د كورونا وبا په مهال بې وزله او مزدور پېشه كورنۍ لوږې نه ساتلو له نجي فلاحي ادارو حكومت سره په ګډه د راشن وېشلو په شمول د قدر وړ نو?? خذمتونه ترسره كړل۔ د سېلاني ټرسټ چیئرمېن ګرده نړۍ كښې د كورونا له امله د ملازمتونو نه د فارغ شويو پاكستاني كاركوؤنكو روزګار بحالۍ له په هڅو كولو د خارجه وزير مننه وكړه