اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پ?? پي) قامي خرانې او محصولات لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ وئيلي دي حکومت روزګار وركولو او د عدم مساوات خاتمې لپاره عزم لري٬ د كرونا وباء په مهال حكومت د معاشي خنډ??نو او ستونزو باوجود د اولس او كاروبار معاونت لپاره لائحه خپله كړې ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د آئي اېم اېف منيجنګ ډائريکټرکرسټالينا جوارجيوا د منطقې د وزير??نو او سټېټ بېنكس د ګورنر??نو سره د خبرو اترو په موقع د و??ډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ مېنځني ختيز،شمالي افريقه ، افغانستان او د پاکستان وزير??نو او د سټېټ بنېك ګورنر??نو په دې خبرو اترو كښې برخه اخستې۔ په غونډه كښې د منطقې په معيشتونو د كرونا وائرس د اثراتو او بحران مخنيوي لپاره پخپلو تجربو او د لارښونې په اصولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ عبدالحفيظ شېخ ووئيل د وباء په مهال د هېواد ميعشت بهترۍ لپاره د حكومت لخوا د پورته كړو اقداماتو او اصلاحاتو نه غونډه خبر كړه۔ ده ووئيل اګرچه حكومت د مالياتي خنډ??نو سره مخ ٶ خو د دې باوجود د وباء نه پس حكومت د خپل اولس او د كاروبار په ممكنه توګه معاونت كولو لپاره لائحه خپله كړې او د ټولنې د بې وسه او كمزورو طبقو ئې مالي مرسته كړې او دغسې كاروبار په خاص توګه د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار معاونت شو??۔ ډاکټرعبدالحفيظ شېخ ووئيل پرمختګ لپاره د منطقې شراكتدارو هېوادونو سره په ګډه كوټلې لائحه خپلولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل په دې غېر معمولي صورتحال كښې دوست هېوادونو او پرمختيائي شراكتدارو څخه تكنيكي مشاورت او مالي معاونت ترلاسه كول ضروري ګنلے كېږي او په دې تناظر كښې بايد ټول خپل كردار ولوبوي۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو په مباحثه كولو د کرسټالينا جورجيوا او د ھغې د دلې مننه وكړه او د ګڼ اړخيزه پرمختيائي شراكتدارۍ په حېث زيات موثره كردار د ادا كولو په حاجت ئې رڼا واچوله