اسلام آباد ، 25 اکتوبر (اے پی پی) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزیر مراد س??ید وئیلي دي چې هند او اسرائیل د پاکستان سره د مقابلې توان نه لري نو دوی په پاکستان کې د تفرقې او اړي ګړي د رامینځته کولو سازش کوي. وزیر اعظم عمران خان د هند د ناوړه ارادې په لاره کې خنډ ګرځیدلی ، نو نن ځكه هندي رس??ۍ د هغه په ضد کمپاین کوي او د نواز شریف او د پاکستان ډېموکراټېک موومنټ (PDM) د غونډو ستاینه کوي۔ د اتوار په ورځ نجي ټوي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل د موجوده حكومت د م??ثره پالېسيو له امله پاكستان په هر يو محاذ كاميابۍ ترلاسه كوي۔ وسله والو ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټلو سره هېواد كښې امن په ځائې كړې ټول قام په دې وياړ لري۔ هغه ووئيل نن هند پخپله د ترهګرۍ ښكار دے او نړۍ هند ته د ترهګرۍ په نظر ګوري۔ هغه ووئيل هند څو وارې دا وئيلي دي چې مونږ بهر نه د پاكستان مقابله كولې نه شؤ ولې چې د پاكستان پوځ يو مضبوط پوځ دے۔ هغه ووئيل د اپو??يش?? ګوندونو د م??رانو بيانونو نه دا په ډاګه كېږي چې هند څنګه د پاكستان دننه د تفرقې پېدا كولو سازشونه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل هند د پاكستان ماتولو له لوئے ګېم او منصوبه بندي كوي۔ نواز شريف د مهرې په توګه كارولې شي۔ هغه ووئيل اپو??يش?? ګوندونه دې سياست ضرور وكړي ولې په پاكستان او قومي چارو دې خبره وكړي۔ هغه ووئيل كوم هم عناصر چې دښمنانو سره په ګډه كار كولو سره د هغوي د سازشونو كاميابولو هڅې كوي هغوي هېواد سره لوئے ظلم كوي۔ ده زياته كړه چې ټول قام پاك پوځ سره ولاړ دے او په ګډه به د هېواد دښمنانو ته ماتې وركوؤ