نیامے۔28??وم??ر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د خالي په ورځ د نائيجر وزيراعظم برجي رافيني سره ملاقات وك??و۔ وزیرِ اعظم هاؤس ته په راتلو د نائيجر وزيراعظم خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ته هركلې ووې۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د مقبوضه كشمير په صورتحال او تجارتي مرستې ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او نائیجر ترمينځھ د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې په مذهبي او كلتوري همغږۍ اډانه دي۔ خارجه وزير د آو آ??ي سي د خارجه وزيرانو كونسل 47 غونډې كاميابۍ سره په كولو د نائيجر وزيراعظم ته مباركي ورك??ه۔ خارجه وزير د ملګرو ملتونو په سېكورټي كونسل او د او آ??ي سي كنټېكټ ګروپ كښې د فعاله غړي په حېث د كشمير حوالې سره په مستقل ملاتړ كولو د نائيجر د وزيراعظم مننه وك??ه۔ خارجه وزير هغه ته ووئيل د پاكستان حكومت د نائيجر سېلاب ځپليو له 1 لك 20 زره د وريژو تروړې ٬ خېمې ٬ داروګان او كمبلې رالېږي كومې به چې ډېر زر راورسي۔ خارجه وزير د پاكستان حكومت لخوا د نائيجر طالبعلمانو ته د 200 سكالرشپس وركولو اعلان هم وك??و۔ خارجه وزير د وزيراعظم عمران خان له اړخه د نائيجر وزيراعظم ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله ك??ه۔ د نائيجر وزيراعظم برجي رافيني د نائيجر تعمير او پرمختګ كښې د پاكستان په مرسته كولو د وزيراعظم عمران او د پاكستان حكومت مننه وك??ه