نیامے۔28 نومبر(اے پی پی) او آئي سي د كشمير مسئلې ملاتړ له د خپل لوظ پخلي كولو سره ?? 5 اګست 2019 نه وروستو د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات مسترد كړي دي۔ او آئی سی د آر اېس اېس-بی جے پی حکومت لخوا روانې پالېسۍ هم مسترد كړې او په هند ئې زور راوړو چې هغه دې د متنازعه سيمې موجود آب??دي??تي ډھانچې بدلولو په اړه د كوم هم ګام پورته كولو نه ډډه وكړي۔ ملګرو ملتونو اسلامو فوبيا جرم وګرځولو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د نائيجر پلازمينه ني??مے كښی د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې په پايه مشتركه اعلاميه جاري كړې شوه۔ 57 غړ?? هېوادونو په سختو ټوكو مشتمل اعلاميه كښې د 5 اګست 2019 نه وروستو د هند غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه مسترد كړل۔ او په كشميري اولس د هند لخوا د روان ظلم او زياتي او د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو ئې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ اعلاميه كښې په هند زور راوړلے شو چې هغه دې د بشري حقونو حوالې سره ?? نړيوالو ذمه وارو خيال وساتي۔ په نړيوال ورورولۍ زور راوړلے شو چې هغه دې هند قابض طاقت سره ?? خپلو رابطو يو وارې بيا جاج واخلي۔ اعلاميه كښې په دې خبره ??ور راوړے شو چې د كشمير مسئله اسلامي نړۍ له ډېره مهمه ده۔ د اعلاميې له مخې دا ومنلې شوه چې مقبوضه كشمير د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي تنازعه ده او د سوئيلي آسيا امن لپاره ??دې بحالي ضروري ده۔ د دې خبرې پرېكړه وكړې شوه چې د كشمير په شخړه لا غور كولو له به د او آئي سي د خارجه وزيرانو 48 مه غونډه اسلام آباد كښې كېږي